ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يو کيلو ګاز بيه ٥٠ افغانۍ وټاکل شوه

د يو کيلو ګاز بيه ٥٠ افغانۍ وټاکل شوه

author avatar
28 Jan 2013 - 14:36
د يو کيلو ګاز بيه ٥٠ افغانۍ وټاکل شوه
author avatar
28 Jan 2013 - 14:36

کابل (پژواک ۹ سلواغه ۹۱): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو رياست وايي، چې نن ورځ يې په کابل کې د يو کيلو ګاز بيه ۵۰ افغانۍ اعلان کړې ده.

دا مهال په کابل ښار کې يو کيلو اوبلن ګاز په بېلابېلو بيو (له ۵۵ نه تر ۷۰ افغانيو) پورې پلورل کېږي، چې ياد رياست نږدې يوه اونۍ وړاندې د يو کيلو بيه ۵۵ افغانۍ اعلان کړې وه.

د نفتي توکو عمومي رييس انجينر فريدالله شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار يې د اوبلن ګاز له واردوونکو او د کابل د سوداګرۍ او صنايعو خونې له استازو سره ناسته درلوده، د ګازو صادرونکو هېوادونو کې د ګاز بيې ته په پام سره پرېکړه وشوه، چې په کابل ښار کې دې د وروستي لاس پېرونکو ته د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ۵۰ افغانۍ وي.

اوس مهال اوبلن ګاز له قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو څخه هېواد ته واردېږي.

د شېرزي په وينا، دغه بيه په شخصي او دولتي هټيو کې د پلې کېدو وړ ده او سرغړوونکي به وڅاري.

د شېرزي په وينا، د اوبلن ګاز واردوونکو ژمنه کړې، چې يو کيلو ګاز به په عمده ډول په ۴۱ افغانۍ پلوري.

د هغه په وينا، که چېرې پلورنکي سرغړونه وکړي او نوې نرخپاڼه په جدي ډول رعايت نه کړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکنۍ نرخپانه هم د کابل ښار به ځينو برخو کې نه ده عملي شوې او دا مهال هم يو کيلو اوبلن ګاز له ۶۰ تر ۷۰ افغانيو پلورل کېږي.

شېرزي زياته کړه، د دغه رياست کارکوونکي نه شي کولای د ښار ټولو برخو ته د نرخ د کنټرول لپاره ورسېږي.

هغه له امنيتي ځواکونو او خلکو وغوښتل، څو په دې برخه کې د نفتي توکو له رياست سره مرسته وکړي.

يو شمېر هغو کسانو، چې يو کيلو اوبلن ګاز په پرچون ډول له ۵۵ افغانيو څخه لوړ پلوري، تېره ورځ پژواک ته ويلي و، چې دوی له شرکتونو څخه ګاز په لوړه بيه پېرلی دی.

د ګاز پلورونکو د ټولنې مشر حاجي نجيب الله کوهدامني د ګاز پلورونکو د خبرو په رد سره وويل، چې د ګاز د بيو په اړه نننى تصيميم له دې ټولنۍ سره په همغږۍ نيول شوی دی.

هغه زياته کړه، چې د ګاز واردونکی شرکت د وروستۍ پرېکړې له مخې عمل کوي او وړاندې يې هم د ګازو له چمتو شوې نرخپاڼې سره سم ګاز پلورلی دی.

هغه زياته کړه، چې د ګاز واردوونکو پر وروستۍ پرېکړې عمل کړی او وړاندې يې د ورکړل شوې نرخپاڼې له مخې پلوره .

نږدې يوه اونۍ وړاندې، په عمده ډول د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ۴۵ افغانۍ ټاکل شوې وه.

کوهدامني وويل، چې د واردوونکو شرکتونو د وروستۍ پرېکړې په اساس، په عمده ډول د يو کيلو ګاز ( زر کيلوګرامه ) ۴۱ افغانۍ او له هغې نه کمه په ۴۳ افغانۍ پلوري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.