اسلام اباد (پژواک ٩ سلواغه ٩١): د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر اسلام اباد ته تللى دى.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي دفاع وزير بسم الله خان محمدي په يوه رسمي سفر تېره ورځ ناوخته اسلام اباد ته رسېدلى دى.
د پاکستان دولتي اژانس اى پي پي خبر ورکړى، چې جنرال بسم الله خان به د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال له يو شمېر ملکي او پوځي چارواکو سره ګوري.
سرچينې زياته کړه، چې جنرال محمدي به د دغو ليدنو پر مهال په بېلابېلو د علاقې وړ موضوعاتو خبرې وکړي.
سرچينې ويلي، چې افغان پلاوى به له يو شمېر روزنيزو مرکزونو څخه هم ليدنه وکړي.
اسلام اباد ته په رارسېدو د چکلالې په پوځي هوايي ډګر کې د يو شمېر لوړ پوړو پوځي جنرالانو او چارواکو له خوا د افغانستان د دفاع وزير هرکلى وشو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن