ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى د لندن په سفر روان شو

ولسمشر کرزى د لندن په سفر روان شو

author avatar
2 Feb 2013 - 15:33
ولسمشر کرزى د لندن په سفر روان شو
author avatar
2 Feb 2013 - 15:33

 کابل (پژواک ١٤سلواغه ٩١): د افغانستان ولسمشر حامد کرزى، نن له غرمې وروسته د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د برېتانيا پلازمېنې لندن ته روان شو.

د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى به د دغه سفر په لړ کې د برېتانيا له صدراعظم ډيويد کامرون، د برېتانيا له وليعهد شهزاده چارلز، د برېتانيا د نړيوالې پراختيا له وزيرې مېرمن جستين ګرنينګ او د دغه هېواد له يو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو سره پر کتنو سربېره، د افغانستان، پاکستان او برېتانيا د مشرانو په درې اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي.

سرچينه ليکي: “په دې درې اړخيزې ناسته کې به د افغانستان د سولې د بهير په چټکتيا، د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د مبارزې په کار کې د همکاريو په پراختيا او په سيمه ييزو همکاريو پورې اړوند مسايلو باندې خبرې وشي.”

په خبرپانه کې راغلي، چې د هېواد له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي، له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزى، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، په نړيوالو چارو کې د جمهور رييس سلاکار يحيى معروفي او د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي ملګرتيا کوي.

د برېتانيا، افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ سرمشريزه غونډه په کابل او دويمه په نيويارک کې جوړه شوې وه.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لومړيو دوو ناستو کې درېيو واړو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد د همکاريو پر زياتولو او په افغانستان کې د سولې پر ټينګښټ ټينګار کړى دى.

ده ويلي وو، چې د برېتانيا چارواکو په تېرو ناستو کې ټينګار کړى و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک شي.

خو هغه زياتوي: ((تر هغه چې د خلکو ذهنيت د پاکستان په اړه بدلون ونه مومي؛ ملت، حکومت ته اجازه نه ورکوي چې له پاکستان سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي.))

ده دا هم وويل، چې ولسمشر به تر لندن وروسته د ناروې شاهي هېواد ته سفر وکړي او هلته به له هغه هېواد سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

هغه زياته کړه، افغانستان د اوږدو همکاريو په موخه غواړي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي.

فيضي وايي، د ناروې تر سفر وروسته ولسمشر په پام کې لري، چې د مصر مرکز قاهرې ته سفر وکړي او هلته د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو پر يووالي او هغو ستونزو، چې دا هېوادونه ورسره مخ دي، خبرې کېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.