کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د ترکيې پوليسو په انقره ښار کې د اسامه بن لادن زوم د ترهګرۍ په تور نيولى دى.
ترکي رسنيو پرون خبر ورکړ، چې د اسامه بن لادن نيول شوى زوم سليمان نومېږي او په جعلي پاسپورټ له سعودي عربستان څخه دغه هېواد ته ورغلى و.
د حريت په نوم يوې ترکي رسنۍ ويلي، چې د امريکا استخباراتو په انقره کې د سليمان د شتون په اړه له ترکي پوليسو سره معلومات شريک کړي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو تېره ورځ د انقرې ښار د کنکايا په سيمه کې پر يوه هوټل عمليات ترسره کړل او سليمان يې ونيوه.
د ترکيې پوليسو ادعا کړې، چې سليمان په انقره کې د ترهګريزو بريدونو پلان جوړ کړى و او اوس د دوى تر پوښتنو لاندې دى.
د القاعدې مشر اسامه بن لادن شاوخوا دوه کاله مخکې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن