ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات او بادغيس کې اورښتونو ځاني او مالي زيان اړولى

هرات او بادغيس کې اورښتونو ځاني او مالي زيان اړولى

هرات ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د تېرې شپې د اورښتونو او سېلابونو له امله په هرات او بادغيس کې درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي، دغه راز دوه زندانيان هم د پوليسو له خوا ټپي شوي دي.

د سېلابونو له امله زيانمن خلک وايي، چې کورونه او وسايل يې سېلابونو وړي او له افغان دولت څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

د هرات والي ډاکټر داود شاه سبا نن (د سلواغې ١٥مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په هرات کې د سېلابونو او اورښتونو له امله ګڼ  کورونه ويجاړ شوي، يو تن مړ شوى او څلور نور ټپيان دي.

د هغه له وينا، د هرات د مرکز په ګډون په ١٥ ولسواليو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله ګڼ کورونه، کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې، خو هغه په دې اړه کره ارقام ور نه کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې يو تن مړ شوى او د هرات ښار د فرقې مهاجرو په يوه کمپ کې څلور کسه ژوبل شوي دي، چې ټول سړي دي.

په لوېديځو ولايتونو کې له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې مشر عبدالحميد حميدي هم پژواک اژانس ته وويل، چې له هرات سربېره په بادغيس کې هم د يو کور د چت غورځېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د هغه په وينا، دغه معلومات لومړني دي او دوى سيمې ته د څېړنو په موخه پلاوى لېږلى او نور بشپړ معلومات به وروسته ورکړي.

د هرات فرقې سيمه، چې د کډوالو کمپ په کې دى، په لسګونو خېمو کې اوبه ولاړې او د خلکو کالي او د کور لوښي يې اوبو پر سر اخيستي دي.

يوې زيانمنې مېرمنې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه يې خېمه اوبو لاندې کړه.

نوموړې زياته کړه: ((په کور کې مو غوغا جوړه شوه، نه يم پوهېدلې، چې څلور ماشومان مې او خاوند مې سېلاب په کومه يووړل، خو تر اوسه يې درک نشته.))

د هغې په وينا، په دغه کمپ کې ۵۰ کورنۍ اوسېږي، چې د ټولو خوراکي توکي او کالي له منځه ولاړل او دولت بايد له دوى سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د هرات د سرې مياشتې رييس نورالدين احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په هرات کې زيانمنو کورنيو ته د بېړنيو مرستو وېش پيل کړى دى.

د هغه په وينا، په دغو مرستو کې درمل، خوراکي توکي او جامې شاملې دي.

د يو بل خبر له مخې، د هرات د امنيه قواماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد پژواک اژانس ته وويل، چې د غوريانو ولسوالۍ د محبس دېوال د اورښتونو له امله نړېدلى دى.

د هغه په وينا، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوه، چې له امله دوو زندانيانو د تېښتې هڅه وکړه، چې د پوليسو له خوا پر ډزو وويشتل شول  او دا مهال د هرات په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.