ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا په افغانستان کې د سرتېرو د نه پرېښودو خبره رد کړه

امريکا په افغانستان کې د سرتېرو د نه پرېښودو خبره رد کړه

author avatar
4 Feb 2013 - 11:37
امريکا په افغانستان کې د سرتېرو د نه پرېښودو خبره رد کړه
author avatar
4 Feb 2013 - 11:37

واشنګټن (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): امريکا په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو سرتېرو د نه پاتې کېدو خبره رد او په ډاګه يې کړه، چې کم شمېر سرتېري به پرېږدي.

دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيـټا او لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي تېره ورځ ناوخته په واشنګټن کې له سي اېن اېن سره د ګډې مرکې پر مهال وکړې.

جنرال ډيمپسي وويل، چې دوى به په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته په کم شمېر کې سرتېري پرېږدي.

د هغه په وينا، اوس هم د چارواکو ترمنځ په دې اړه خبرې اترې او مشورې روانې دي او تر اوسه د کره شمېرې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي زياته کړې: ((تر اوسه ماته هېچا داسې مشوره نه ده راکړې، چې ګوندې تر ٢٠١٤ کال وروسته دې هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي.))

د امريکا لوى درستيز په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار تېره مياشت واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال د دې امکان، چې کېداى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي، څرګند کړى و.

جنرال ډيمپسي وويل، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او د يادې موضوع په اړه پرېکړه به د دوى په غوښتنه کېږي.

د امريکا لوى درستيز د افغان ملي ځواکونو د وړتياوو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دوى اوس د افغانستان د ډېرو برخو امنيت پر خپله غاړه اخيستى او ډېرى عمليات هم د دوى له خوا ترسره کېږي.

د هغه په وينا، د افغان ملي ځواکونو وړتياوو ته په کتو سره به امريکا تر ٢٠١٤ کال وروسته ډېر کم شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.

جنرال ډيمپسي وايي، چې دوى له افغان حکومت او ناټو سره د نوي ماموريت په اړه ، چې کومې خبرې کړي او پرېکړې ته رسېدلي و، هغه ډېرى د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د افغان ملي ځواکونو روزنه ده.

د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا په دې مرکه کې وويل، چې د افغان ملي ځواکونو وړتيا لوړه شوې او د لېږد پروسه په ښه توګه پر مخ روانه ده.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.