ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لندن سرمشريزه غونډه پيل شوه

د لندن سرمشريزه غونډه پيل شوه

author avatar
4 Feb 2013 - 14:50
د لندن سرمشريزه غونډه پيل شوه
author avatar
4 Feb 2013 - 14:50

کابل (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا سرمشريزه غونډه پيل شوه.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د سلواغې په ١٦مه له لندنه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غونډه نن له غرمې مخکې د لندن په چيکويرس سيمه کې د لومړي وزير په کور کې پيل شوه.

د هغه په وينا، د غونډې له پيل نه مخکې ولسمشر کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د برېتانيا لومړي وزير ډيوېډ کميرون د سهار چاى هم په ګډه وڅېښه.

نوموړي زياته کړه، چې وروسته درې واړو مشرانو د خبريالانو پر وړاندې ګډ عکسونه واخيستل او بيا په رسمي توګه ګډه غونډه پيل شوه.

فيضي وايي، چې په دې غونډه کې د مشرانو ترڅنګ د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، د پوځ مشران، د استخباراتو مسوولين او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني هم ګډون لري.

تېر ماخوستن د برېتانيا لومړي وزير د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په وياړ مېلمستيا کړې وه او پر مهال يې د نننۍ غونډې پر اجنډا وغږېدل.

د برېتانيا د لومړي وزير له دفتره پرون په يوه خپره شوې بيانيه کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو پر يو مېز راغوڼدېدل طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې اوس د دې وخت راغلى چې بايد ټولې خواوې د سولې په پروسه کې ورګډې شي.

د افغانستان پاکستان او برېتانيا ترمنځ د درې اړخيزو غونډو لړۍ د ٢٠١٢ کال د جولاى په مياشت کې په کابل کې پيل شوې، دويم دور يې د تېر کال په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په نيويارک کې جوړه شوه.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي لندن ته تر روانېدو مخکې پژواک ته ويلي و: ((په دې درې اړخيزې ناسته کې به د افغانستان د سولې د بهير په چټکتيا، د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د مبارزې په کار کې د همکاريو پر پراختيا او په سيمه ييزو همکاريو پورې پر اړوند مسايلو باندې خبرې وشي.))

هغه زياته کړې وه، چې په لومړيو دوو ناستو کې درېيو واړو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد د همکاريو پر زياتولو او په افغانستان کې د سولې پر ټينګښټ ټينګار کړى دى.

ده ويلي وو، چې د برېتانيا چارواکو په تېرو ناستو کې ټينګار کړى و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.