ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د لندن د سرمشريزې له ګډې اعلاميې خپل ملاتړ اعلان کړ

امريکا د لندن د سرمشريزې له ګډې اعلاميې خپل ملاتړ اعلان کړ

author avatar
5 Feb 2013 - 12:46
امريکا د لندن د سرمشريزې له ګډې اعلاميې خپل ملاتړ اعلان کړ
author avatar
5 Feb 2013 - 12:46

واشنګټن (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د امريکا متحدو ايالتونو د لندن له سرمشريزې غونډې د ملاتړ اعلان وکړ او له طالبانو يې وغوښتل، چې په قطر کې خپل دفتر پرانيزي.

د افغانستان، پاکستان او برېتانيا ترمنځ سرمشريزه غونډه پرون په لندن کې ترسره شوه، چې د افغانستان او پاکستان ولسمشران، د برېتانيې لومړي وزير او د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، د پوځ او  د ملي امنيت شورا چارواکو هم په کې ګډون کړى و.

تر يادې سرمشريزې وروسته درېيو واړو مشرانو هوډ څرګند کړ، چې د سولې پروسې ته به چټکتيا ورکوي او تر راتلونکو شپږو مياشتو به د سولې لوظنامه لاسليک کوي.

د برېتانيا لومړي وزير ډيوېډ کميرون وويل، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به ټول اقدامات په لاره اچول کېږي.

دغه راز په دې سرمشريزه کې دا هوکړه هم شوې، چې په قطر کې به طالبانو ته دفتر پرانيستل کېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو د لندن له غونډې ملاتړ اعلان کړى او له وسلوالو طالبانو يې غوښتي، چې په قطر کې خپل دفتر پرانيزي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د قطر د دفتر له پرانيستل کېدو سره به طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په رسمي او رښتينو خبرو اترو کې ورګډ شي.

خو هغې زياته کړې: ((د ټولو خواوو موخه بايد د يوه پياوړي، متحد او د پراخ سياسي نظام درلودونکى افغانستان وي.))

نوموړي زياته کړه، چې امريکا د لندن تر غونډې وروسته د خپرې شوې اعلاميې ملاتړ کوي او زياته يې کړه، چې د لندن د غونډې پرېکړې د هغو خبرو اترو د لړۍ يوه کړۍ وه، چې تېره مياشت ولسمشر کرزي او ولسمشر بارک اوباما په سپينې ماڼۍ کې کړې وې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، د لندن غونډه دا پيغام رسوي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان پر مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

ويکټوريا نولينډ دا هم وويل، چې د امريکا، پاکستان او افغانستان يوه ګډه کاري ډله هم د سولې د پروسې د پرمختګ او د شخړې د هوارۍ لپاره په ګډه کار کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.