ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې يو تن په ١٦ کاله بند محکوم شو

په کونړ کې يو تن په ١٦ کاله بند محکوم شو

author avatar
5 Feb 2013 - 18:27
په کونړ کې يو تن په ١٦ کاله بند محکوم شو
author avatar
5 Feb 2013 - 18:27

اسعداباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩١): د کونړ په مرکز اسعداباد کې استيناف محکمې يو تن د قتل په تور په شپاړس کاله بند محکوم کړ.

اووه مياشتې وړاندې د دې ولايت د نرنګ ولسوالۍ اړوند په خيراباد سيمه کې پوليسو د محمدحبيب په نوم يو تن د يوه ښوونکي فيض محمد د وژنې په تور نيولى وو.

شاوخوا شل کلن محمدحبيب ته د نرنګ لومړۍ محکمې د شپاړس کاله تنفيذي بند سزا اورولې وه،، چې نوموړي پرې قناعت نه و کړی او د استيناف محکمې غوښتنه يې کړې وه.

د تورن د دوسيې څارنوال لطيف الله په استيناف محکمه کې  له قضايه پلاوي څخه د  محمدحبيب لپاره د جزا قانون د ۳۹۶مې مادې  له مخې د شلو کلونو تنفيذي بند غوښتنه وکړه.

د تورن مدافع وکيل محب الله فاروقي بيا وويل، چې موکل يې په جنګ کې ښکېل و، خو قتل ده نه دى کړى.

نوموړي خپل موکل ته د جزا قانون د ۱۴۳مې مادې د حکم پربنسټ د سزا د  تخفيف غوښتنه وکړه.

  زړګي، صفت الله، رحيم الله او نواب په محکمه کې  شاهدي ورکړه، چې محمد حبيب يې  د شخړې پر مهال په داسې حال کې ليدلى چې  کالي يې  په وينو سره واو منډې يې وهلې.

دوی وويل، خلکو دا خبره کوله چې محمدحبيب، معلم فيض محمد په چاړه وهلی دى.

د استيناف محکمې رييس او د قضايه هيئت مشر قاضي محمداشرف امين د ټولو خواوو د شواهدو او دلايلو تر اورېدو وروسته د محمدحبيب په اړه د لومړۍ محکمې پرېکړه تاييد کړه او د شپاړسو کلونو بند سزا يې ورته يو ځل بيا واوروله.

خو تورن دغه پرېکړه عادلانه ونه بلله او د درېيمې محکمې غوښتونکی شو.

د دې محکمې تر پايه دا معلومه نه شوه، چې د ښوونکي فيض محمد د وژل کېدو انګېزه او لامل څه و.

خو د خيراباد د سيمې يو ملاامام مولوى حيات الله او  څو تنو نورو پژواک خبري اژانس  ته وويل چې يو کال وړاندې، محمدحبيب د معلم فيض محمد د لور غوښتنه کړې وه، خو هغه ورنه کړه او انکار يې کړی و.

دوى زياته کړه، چې د دوى ترمنځ نوره ستونزه نه وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.