فيض اباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩١): د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله شل کورونه وران شوي او شل تنه ټپيان دي.
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه تېره شپه د لس نيمو بجو په شاوخوا کې د ياوان په شولير کلي کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې شل کورونه ويجاړ شوي او شل تنه ټپيان دي او ښايي په دې شمېرو کې بدلون راشي.
د راسخ په وينا، دا چې ياده سيمه خاورينه او کمزورې ده، نو د هر طبيعي افت په پېښېدو په ياده سيمه کې حتما يوه ستونزه پېښېږي.
خو د بدخشان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس ثناءالله اميري بيا وايي، چې په دې پېښه کې د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، شل تنه ټپيان دي او يواځې درې کورونه ړنګ شوي دي.
ده زياته کړه، دا چې دا سيمه د واورو له امله تړل شوې او تګ ورته ستونزمن دى، خو بيا هم دوى هڅه کوي، چې يادې سيمې ته ځانونه ورسوي او د زيانونو کره معلومات ترلاسه کړي.
سرحدي بدخشان ولايت ٢٨ ولسوالۍ لري، چې دا مهال يې د ١٧ ولسواليو لارې د سختو واورو له امله تړل شوې دي.
ياوان، چې يوه سرحدي ولسوالۍ ده، له چين سره ګډه پوله لري.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن