ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چت پرېوتو له امله څلور افغان کډوال مړه شول

د چت پرېوتو له امله څلور افغان کډوال مړه شول

author avatar
6 Feb 2013 - 14:56
د چت پرېوتو له امله څلور افغان کډوال مړه شول
author avatar
6 Feb 2013 - 14:56

اسلام اباد ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ) په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د سختو بارانونو له امله د چت پرېوتو له امله ديوې افغانې کډوالې کورنۍ څلور غړي مړه شول.

په خيبر ايجنسۍ کې اوسېدونکي يو تن افغان کډوال حبيب الله ، چې په اصل کې د  ننګرهار ولايت دى، د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په جمروډ تحصيل کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د پرله پسې ورښتونو له امله يو شمېر خټين  کورونه زيانمن شوي .

دى وايي،چې له همدې  امله نن سهار د جمروډ تحصيل په غريزه سيمه کې ديوه افغان کډوال د کور چت پرېوت دى.

د حبيب الله په وينا، په دې پېښه کې د کور اوسېدونکى باطن، د هغه مېرمن ، يوه لور او يو ورور يې مړه شوي دي.

نوموړي وويل ، چې د سيمې اوسېدونکي له پېښې وروسته ژر ياد کور ته ورسېدل او مړي يې له خاورو څخه را ووېستل.

په خيبر ايجنسۍ کې ځايي دولتي چارواکو هم ياده پېښه تاييد کړه.

پرون د خيبر پښتونخوا ايالت په صوابۍ ولسوالۍ کې هم د چت پرېوتو له امله دوه افغان ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپيان شوي وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.