کابل (پژواک١٨سلواغه٩١): د حق او عدالت ګوند د رڼو ټاکنو لپاره د نويو کارتونو او برېښنايي تذکرو وېش اړين بولي او وايي ، چې د دې کار د نه تر سره کېدو لپاره امنيتي ستونزې نه شي پلمه کېداى .
ددې ګوند د مشرتابه پلاوي غړي او د کورنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د دې ګوند په استازيتوب حکومت ته خبردارى ورکړ، چې د عادلانه او ازادو ټاکنو ترسره کولو لپاره يې هڅې د قناعت وړ او اميدوار کوونکې نه دي
ده له ولسمشر حامد کرزي څخه په ټينګار سره وغوښتل ، چې خپلو کړو ژمنو ته په کتو، د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره اړينې هڅې وکړي.
د اتمر په خبره ، ازادې او عادلانه ټاکنې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او پراختيا لپاره تر ټولو مهمې هڅې بلل کېږي.
ده وويل ، چې د ټاکنو د نظام د سمون لپاره بايد لومړى د ټاکنو قانون تصويب شي، حکومت د ملي شورا، مخالفو ګوندونو او مدني ټولنې غوښتنو ته درناوى وکړي، چې د هغه په وينا، تراوسه ورته درناوى نه دى شوى.
اتمر وايي ، چې د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون خپلواکي او د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون تاسيس اړين دي.
د ټاکنو د نوي قانون په طرحه کې، چې مسوده يې وزيرانو شورا تصويب کړې، په ټاکنو کې د شکايتونو څېړنه سترې محکمې ته سپارل شوې، خو دغه مصوبه لا تراوسه ملي شورا نه ده تصويب کړې.
اتمر همداراز وويل ، چې د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره د برېښنايي تذکرو وېش او له اداري، مالي او امنيتي پلوه روڼ او موثر پروګرام ډېر مهم دى.
د هغه په وينا، د حق او عدالت ګوند او د ګوندونو د همکارۍ ګډې شورا له حکومت څخه وړاندې غوښتي، چې د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا لپاره نوي کارتونه او برېښنايي تذکرې د ټول هېواد په کچه ووېشي.
هغه د خپل ګوند پر دې دريځ يو ځل بيا ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه : “په آينده هفتو کې حکومت دا خپله ژمنه په مشخصو اقداماتو کې ملت ته څرګنده کړي.”
اتمر زياته کړه:”دا خبره د منلو وړ نه ده، يا دا بهانه چې په فلانۍ سيمه کې امنيت نشته دا( برېښنايي تذکرې او د ټاکنو کارتونه ) موږ نشو توزېع کولى. هېڅ داسې سيمه په افغانستان کې نشته که د افغانستان حکومت وغواړي ، چې زموږ امنيتي قواوې هلته ولېږي، چې هلته موږ اسناد يا تذکره توزيع ونشو کولى. بناً دا د سياسي ارادې خبره ده او حکومت بايد دا سياسي اراده ملت ته وښيي.”
د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره مياشت وويل ، چې د بوديجې د نشتوالي له امله نشي کولى ټولو خلکو ته د رايې ورکولو نوي کارتونه ووېشي.
ددې کمېسيون چارواکو په تېرو ټاکنو کې د رايې ورکونې ويشل شوي کارتونه د باور وړ وبلل او ويې ويل،چې يواځې هغو کسانو ته به نوي کارتونه ورکړي، چې کارتونه نه لري او يا هم د عمر له مخې نوي د رايې ورکونې وړ ګرځېدلي وي.
کمېسيون دا هم ويلي ، چې د برېښنايي تذکرې له مخې هم خلک رايه ورکولى شي.
د مخابراتو وزارت په پام کې لري ، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو وېش د راتلونکي کال په وري مياشت کې پيل کړي.
يوناما د کورنيو چارو وزارت د يوه مسوول په حواله ويلي، اټکل کېږي، چې د ٥ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت، په ١٣٩٢ کال کې دوه ميليونه کسانو ته برېښنايي تذکرې ووېشل شي.
ټاکل شوې، چې د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې په ١٦مه په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
اتمر په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې دحق او عدالت ګوند د ولسمشر کرزي له څرګندونو هرکلى کوي ،چې نه غواړي د بلې دورې لپاره په واک کې پاتې شي.
کرزي ويلي، چې که اساسي قانون هم اجازه ورکړي، نه غواړي د بلې دورې لپاره پر واک پاتې شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن