ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى  قاهرې ته لاړ

ولسمشر کرزى قاهرې ته لاړ

author avatar
6 Feb 2013 - 15:36
ولسمشر کرزى  قاهرې ته لاړ
author avatar
6 Feb 2013 - 15:36

 کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): ولسمشر حامدکرزى د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ګډون په موخه د مصر  پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.

د ولسمشر د وياندوى له دفتره په يوه خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د ناروې شاهي هيواد له پادشاه، لومړي وزير او د ياد هيواد له نورو چارواکو سره له کتو او د ستراتيژيکو همکاريو تړون له لاسليکولو وروسته، تېره شپه قاهرې ته ورسېد.

 سر چينه ليکي، ټاکل شوې، چې ولسمشر به د ٥٧ هېوادونو ولسمشرانو او لوړ پوړو استازو ته وينا وکړي او د افغانستان نظر به د نړيوالو اړينو مسايلو په اړه بيان کړي. 

 د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو دولسمه غونډه ، چې په قاهرې  ښار کې جوړيږي ، د اسلامي همکاريو سازمان غړو هيوادونو تر منځ د سياسي او اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په لارو چارو او د اسلامي نړۍ اړونده نور مسايل، تر خپل بحث لاندې ونيسي.  

 ولسمشر کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د سلواغې په ١٤ مه  د افغانستان، پاکستان او بريتانيا تر منځ په  درې اړخيزه ناسته کې د ګډون په موخه د بريتانيا پلازمېنې لندن ته تللى و.

 د هېواد ولسمشر په دغه ناسته کې له ګډون وروسته، تېره شپه د افغانستان او ناروې تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون د لاسليکولو لپاره له لندن څخه د دغه هيواد پايتخت اسلو ته تللى و.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.