لښکرګاه (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه او شاوخوا ولسواليو کې د مېوه لرونکو او زينتي نيالګيو د اېښودلو لړۍ پيل شوه.
د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم د سلواغې په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، دغه نيالګي چې ډېر يې مېوه لرونکي دي،د سولې موسسې په مالي لګښت د کرنې رياست له خوا وېشل کيږي.
د هغه په وينا، زينتي نيالګي ښاروالۍ او ځينې نورو ادارو ته په وړيا توګه ورکول کيږي، تر څو په ښار او شاوخوا سيمو کې د ښکلا لپاره کېښودل شي او د ښار له اوسېدونکو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د نيالګيو په ساتلو کې مرسته وکړي.
د هلمند د کرنې رياست سرپرست رييس روح الله روان پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال به د سولې موسسې ترڅنګ د يو شمېر نورو موسسو له خوا ١٣٥ زره زينتي او مېوه لرونکي نيالګي ووېشل شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز له همدې نيالګيو څخه به ٥٥٠ باغونه جوړ کړي، چې ٣٥٠ به يې د لښکرګاه ښاروالۍ اړوند وي او ٢٠٠ يې د نادعلي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پلان کړي دي.
د ده په خبره، دولتي ادارو ته به په وړيا او نادولتي ادارو او عامو خلکو ته به دغه نيالګي په ټيټه بيه ورکړل شي.
روان وويل: ((هغه نيالګي، چې د ايښودلو لړۍ يې پيل شوه، د دوى مرسته کوونکو موسسو له هغه قوريو څخه پېرلي، چې له کرني رياست سره يې په همغږۍ تجربه کړي دي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن