چاريکار(پژواک ١٨ سلواغه ٩١): د پروان او باميانو تر منځ په شيبر کوتل کې په واورو کې د راګير ١١٠ موټرو ٢٢٤ تنه سپرلۍ ژغورل شوې او دغه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه .
د شيبر کوتل د پروان لوري ته د شېخ علي ولسوالۍ پرته ده .
د شيخ علي ولسوال نوراقاسامع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د واورو ښويېدنو او توپان له امله ياد شوي باروړونکي او د سپرلۍ موټر په شيبر کې په واورو کې راګير شول.
دى وايي، چې له يادو موټرو څخه درې کرولا موټر تر واورو لاندې شوي وو ، خو چا ته په کې زيان نه و رسېدلى.
سامع زياته کړه ، چې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ددې موټرو ٢٢٤ تنه سپرلۍ ، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، وژغورلې او ټول يې تېره ورځ تر ماښام پورې د شېخ علي بازار هوټلونو ته ورسول.
هغه وويل، چې لاره له واورو پاکه شوه او نن سهار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه .
د پروان د والي ويانده روشنا خالد وايي، چې دغه لار د پروان دفوايدعامې رياست په هڅو له واورو پاکه شوې او پرانيستل شوې ده .
د هغې په وينا، پر دې لاره ځکه ډېرو موټرو تګ راتګ پيل کړى و ، چې د سالنګ لويه لاره د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه .
د سالنګ لويه لاره ، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، تېره جمعه د ترافيکو پر مخ وتړل شوه، خو نن سهار بېرته پرانيستل شوه .
د پروان له مرکز څخه ددې ولايت د غوربند درې او شيبر کوتل لارې د بغلان ولايت تر دوشي ولسوالۍ نهه ساعته د موټر لار ده ، خو د پروان له مرکز څخه د سالنګ پر لاره له درېيو ساعتونو په کم وخت کې موټر دوشي ته رسېدلاى شي.
له دوشي څخه مسافر د هېواد نورو شمالي ولايتونو ته ځي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن