هرات ښار (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په فراه ولايت کې يې څلور ايرانيان د نشه توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
په لوېديځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو قوماندان لوى پاسوال شېراحمد ملداني د سلواغې په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته يې له ١٢ سوه کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځاى دغه کسان نيولي دي.
د هغه په وينا، په دغو نشه يي توکو کې ۲۶ کيلوګرامه چرس او ۱۱ سوه ۷۴ کيلوګرامه ترياک شامل دي، چې له فراه ښار څخه يې د ايران هېواد ته په يو ډاډسن موټر کې قاچاق کول.
نوموړي زياته کړه، چې له نيول شوو کسانو سره د هويت اسناد نشته، خو د څېړنو پر مهال يې منلې، چې د ايران اوسېدونکي دي او افغانستان ته د نشه يي توکو د قاچاق په موخه راغلي وو.
د يادونې ده، چې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، په روان لمريز کال کې يې پنځه ټنه نشه يي توکي نيولي او دغه راز يې پنځه نور ايرانيان هم په ورته تورونو نيولي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن