مزار شريف ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) : د بلخ ولايت د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان له درېيو ساتونکو سره ووژل شو .
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا چاودنه نن غرمه د کشندې ولسوالۍ د چيلتو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال مامور نصير له درېيو ساتونکو پوليسو سره وژل شوى دى.
د دراني په وينا، مامور نصير له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې کار کاوه او خلک ترې خوښ وو.
وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په دې چاودنه کې امنيه قوماندان، جنايي امر له درېيو پوليسو سره وژل شوي او څلور نور ټپيان د ي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن