ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي ولايتي شورا: د کجران ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د دايکنډي ولايتي شورا: د کجران ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

author avatar
7 Feb 2013 - 15:43
د دايکنډي ولايتي شورا: د کجران ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده
author avatar
7 Feb 2013 - 15:43

باميان (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکو د دايکنډي په کجران ولسوالۍ کې له طالبانو سره د سختې جګړې، چې په کې د هغوى يو قوماندان هم ټپي شوى، خبر ورکړى دى.

د دايکنډي نوي امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګلدي ياردم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون غرمه يوې لويې ډلې طالبانو د اروزګان د چارچينو ولسوالۍ له لوري د کجران ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ او تر پرون مازيګره يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، طالبانو په جګړه کې له درنو او سپکو وسلو کار اخيستى، خو امنيتي ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى او د هغوى بريد پر شاه وتنبول شو.

ياردم وويل، چې هغه د نوي امنيه قوماندان په توګه اوس په کار پيل کړى او په دې اړه زيات معلومات نه لري.

خو ددايکنډي ولايتي شورا مرستيال سيداسحاق اخلاقي، چې د کجران ولسوالۍ اوسېدونکى دى پژواک ته وويل، د ملا عصمت او ملا سيدګل دلسوز په مشرۍ شاوخوا سل وسلوالو طالبانو د کجران پر درېيو امنيتي پوستو له دوو خواوو بريد کړى، چې پوليسو د هغوى بريد پر شا تنبولى او د طالبانو يو سرګروپ يې هم په کې ټپي کړى دى.

هغه وويل، چې ياد ډلمشر ملا ښايسته ګل نومېږي او وايي، چې نوموړى د درملنې لپاره چارچينو ولسوالۍ ته وړل شوى دى.

اخلاقي ادعا وکړه، پرون يوه بل بريد د هلمند له باغران ولسوالۍ څخه پر کجران ولسوالۍ هم د طالبانو د يوه مشهور قوماندان غلام حضرت شهيدمل له خوا پلان شوى و، خو دغه بريد د ده او د طالبانو يو بل قوماندان تر منځ د مخالفت له امله عملي نه شو، چې کېداى شي په راتلونکو ورځو کې يې ترسره کړي.

د دايکنډي د ولايتي شورا مرستيال وويل، چې وسلوال طالبان د درنو او سپکو وسلو په کارولو سره له هلمند او اروزګان ولايتونو څخه د کجران ولسوالۍ له سوېل او شمال څخه بريدونه کوي، په داسې حال کې، چې امنيتي ځواکونه يوازې سپکې وسلې لري.

هغه زياته کړه: “څو ځلې مې له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سره دغه موضوع شريکه کړې، چې د دايکنډي سرحدي ځوکونه بايد په درنو وسلو سنبال شي، خو هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.”

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ګواښ وکړ، چې که په دې سيمه کې پوليس او د ملي اردو ځواکونه سمبال او پياوړي نه شي، نو د کجران ولسوالۍ به له سقوط سره مخ شي.

اخلاقي وويل، له کله چې د هلمند له باغران او د اروزګان له چارچينو له ولسواليو څخه بهرني ځواکونه تللي، نو د کجران ولسوالۍ د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ ده.

طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم د وسلوالو طالبانو يوې ډلې د کجران ولسوالۍ پر پوستو بريد کړى و، خو امنيتي مسوولينو ادعا کړې وه، چې له درنې مرګ ژوبلې وروسته پر شا تنبول شوى دى.

خو طالبانو ادعا کوله، چې په دغه بريد کې يې د امنيتي ځواکونو دوه پوستې نيولې او اته پوليس يې وژلي دي.

دايکنډي اته کاله وړاندې د اروزګان ولايت يوه ولسوالۍ او د هېواد له مرکزي سيمو څخه شمېرل کېده، چې اوس يو له وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.