ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزی هېواد ته راستون شو

ولسمشر کرزی هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک ۱۹ سلواغه ۹۱): ولسمشر حامد کرزی برېتانيا، ناروې او مصر ته له سفر وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې څرګند شوی، چې په دې اړه د ولسمشرۍ له دفتره پژواک خبري  اژانس  ته را  استول شوې ده.

ولسمشر کرزي د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ  کې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا په درېيمه سرمشريزه کې ګډون وکړ.

نوموړي همدارنګه د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د دغه هېواد له لومړي وزير سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

کرزي د مصر پلازمېنې قاهرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دوولسمه ناسته کې هم ګډون وکړ.

له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، لوی درستيز ستر جنرال شېرمحمد کريمي،له بهرنيو څخه افغان ځواکونوته د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار يحيی معروفي او  د ولسمشر وياند اېمل فيضی ملتيا کوله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.