ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند كې د۳۵ ښوونځيو ودانۍ جوړيږي

په هلمند كې د۳۵ ښوونځيو ودانۍ جوړيږي

author avatar
8 Feb 2013 - 10:27
په هلمند كې د۳۵ ښوونځيو ودانۍ جوړيږي
author avatar
8 Feb 2013 - 10:27

 لښكرګاه(پژواک۲۰سلواغه۹۱) : په هلمند ولايت كې دشپږ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د۳۵ نويو ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړيږي.

دغه اعلان دپوهني وزير غلام  فاروق وردګ دهلمند په مرکز لښكرګاه كې تير مازيګر ديوې غوندې په  ترڅ كې وكړ او ويې ويل، چې دهلمند لپاره ځانګړې بوديجه لري، چې دودانيو دجوړېدو تر څنګ به نور ټول هغه امكانات هم دپوهنې رياست په واک كې وركړي، چې اړتيا ورته ليدل كيږي.

نوموړي زياته کړه ، چې دغه ودانۍ دلښكرګاه په ګډون په بيلابيلو ولسواليوكې د يوه کال په موده کې جوړيږي ، چې  زرګونو زده کوونکو ته به د درس مناسب ځاى پيدا شي.

د پوهنې وزير په خبره ، دهلمند دښوونځيو شمير به تر څلور سوه پورې ورسوي او هڅه  به يې دا وي، چې ټولو سيموته په لوړو معاشونو مسلكي ښوونكي وليږي، ترڅو دنورو پرمختګونو تر څنګ، دهغو خلكو ذهنيتونه هم جوړ كړي، چې له وړاندې په جګړه كې بوخت و .

دا په داسې حال کې ده، چې هلمند ٣٣٧ ښوونځي لري، خو ١٥٥ يې د ناامنۍ او دخلکو د نه مرستې له امله بند دي.

له دغو ټولو ښوونځيو څخه يواځې ١٣٤ يې ودانۍ لري. په ټوليزه توګه په دغه ولايت کې ١٢٨ زره زده کوونکي زده کړې کوي ،چې ٢٨ زره يې نجونې دي.

د پوهنې وزير  وويل: (( موږ په دغو كارونو بسنه نه كوو او نه هم دپوهنې بوديجه دومره لږ ده، چې تر ۲۰۱۴ كال وروسته په كارونوكې مو ستونزې را پيدا شي.))

نوموړي وويل، چې له دې وړاندې بهرنيانو په خپل سر ځينې مرستې كولې، خو اوس مهال له بيلابيلو هيوادونو څخه دومره بوديجه وركول كيږي، چې كارونه به يې تر پخوا څو برابره زيات اوښه شي.

د پوهنې وزير وايي، چې افغانستان اوس د زده كړې په برخه كې دهغو هيوادونو غړيتوب ترلاسه كړى، چې  دستونزو پرمهال به يې د حل لپارهر ډول امكانات وركول كيږي.

هغه زياته کړه، چې د ودانيو دجوړېدو لپاره بشپړ امكانات لري، خو دځمكې د اخيستو لپاره پيسې نه لري ، له همدې امله له ښاروالۍ او اړونده  اورګانونو څخه يې غوښتنه وكړه، چې د معارف اړونده ځمكې وركړي .

د پوهنې وزيرپه لښكرګاه كې دكوكه بازاريادونه وكړه ،چې دښاروالۍ لخوا يې مخالفت شوى ، چې دا ځمكه ګواكې د ښاروالۍ اړونده ده.

دده په خبره، دكوكه بازار ځمكه، چې لسګونه جريبه كيږي، دهلكانو دليسې او منځني ښوونځي اړونده ده ،چې  ډير ژر به يې د والي په مرسته د ښاروالۍ او غاصبينو له منګولو څخه خلاصي كړي.

دهلمند والي  تورنجنرال محمد نعيم په ياده غونډه كې دپوهنې له وزير څخه مننه وكړه ،چې ددې ولايت دپوهنې برخې ته  يې ځانګړې پاملرنه كړې او ژمنه يې وكړه ،چې د هغو ښوونځيو لپاره ، چې ودانۍ يې نوې جوړيږي بشپړه  څارنه  به يې وكړي.

والي وويل: (( هيچا ته به اجازه ورنه كړو، چې دښوونې او روزنې اړونده  ځمكې غصب كړي، هر څوک چې په دې كار لاس پورې كړي دقانون منګولو ته  به يې وسپارو.))

بلخوا د هلمند د ولايتي شوراغړي حاجي عبدالله جان د پوهنې له وزير څخه  غوښتنه وكړه ،چې په  دې برخه كې دې ټولوستونزو ته  دحل لارې چارې ولټوي او په مديريت كې يې وړكسان وګوماري.

نوموړي وويل، چې هلمند دهيواد لسمه برخه تشكيلوي، له دې امله دې دپوهنې په برخه كې هم بشپړه پاملرنه ورته وشي او لسمه برخه دې وركړل شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.