ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ او نورستان کې د واورو او بارانونو له امله ٧ تنه مړه شوي دي

په کونړ او نورستان کې د واورو او بارانونو له امله ٧ تنه مړه شوي دي

author avatar
8 Feb 2013 - 16:09
په کونړ او نورستان کې د واورو او بارانونو له امله ٧ تنه مړه شوي دي
author avatar
8 Feb 2013 - 16:09

اسعد اباد (پژواک،٢٠سلواغه٩١): چارواکي وايي، چې په کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو واورو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې وروستيو بارانونو په دې ولايت کې د خلکو٧٣  کورونه زيانمن کړي، چې ځينې پکې نړېدلي هم دي.

وحيدي وايي ،چې په شيګل ولسوالۍ کې د يوه کور د نړېدو له امله يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړى او د کورنۍ درې نور غړي يې ،چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي ، ټپيان شوي دي.

دده د معلوماتو له مخې، په چپه دره کې هم يو تن مړ شوى دى.

هغه همداراز وويل ،چې ددې ولايت د ټولو ولسواليو سړکونه خلاص دي، خو په ځينو غرنيو سيمو کې بارانونو د سړکونو ځينې برخې ويجاړې کړې دي.

بلخوا د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستانى وايي، چې په دې ولايت په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې تر ټولو ډېره واوره اورېدلې ده.

دى وايي ،چې په مرکز پارون کې د واورې اندازه دوه مترو ته رسېږي او په ولسواليو کې  تر ١،٥ متره کمه نه ده.

د نورستاني په خبره، له مرکز سره د ددې ولايت  د ټولو ولسواليو لارې تړلې دي، چې خلاصول به يې يوه نيمه مياشت وخت ونيسي.

دى وايي، چې د لارو د خلاصولو هڅه کوي، خو ددې کار لپاره په دې ولايت کې يو تراکتور په واک کې لري.

د نورستان امنيه قوماندان وويل، چې ستونزه يې په کابل کې له مسوولينو سره شريکه کړې ده، خو تراوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

د هغه په خبره ،د واورې او لارو بندېدو له امله په دې ولايت کې د خوراکي توکو بيې هم ډېرې لوړې شوې دي.

د هغه په خبره ، د ٥٠ کيلوګرامه اوړو بيه ،چې پخوا ١٠٠٠ افغانۍ وه اوس  ٢٥٠٠ ته رسېږي.

هغه زياته کړه،  چې که ددې ولايت له خلکو سره مرسته ونشي، نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.

نورستاني وويل ، چې د منډول ولسوالۍ په منګور سيمه کې يوه ښځه له خپل مېړه سره د ژرندې د چت د رالوېدو له امله  مړه  شوي دي.

دى وايي، چې دوى ژرندې ته غنم وړي وو، چې  د واورې د ډېروالي له امله د ژرندې چت راولوېد.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.