ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې يوه ښځه وژل شوې

په غزني ښار کې يوه ښځه وژل شوې

author avatar
9 Feb 2013 - 14:38
په غزني ښار کې يوه ښځه وژل شوې
author avatar
9 Feb 2013 - 14:38

غزني ښار (پژواک ۲۱ سلواغه ۹۱): د غزني د ملکي روغتون مسوولين وايي، چې دوى ته د شپې ناوخته د يوې مېرمنې مړى ور وړل شوى، چې پر ډزو ويشتل شوې وه.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت د سلواغې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يې روغتون ته د يوې مېرمنې مړى، چې د سر په برخه کې څو مرمۍ لګېدلې وه، ور وړل شوى و.

د هغه په وينا، دغه مېرمن د غزني ښار د ګنج له سيمې څخه ور وړل شوې وه او تر اوسه روښانه نه ده، چې چا وژلې ده.

د ګنج سيمې يوه اوسېدونکي محمداکبر هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې تېره شپه د ډوډۍ خوړلو پر مهال يوه مېرمن پر ډزو ووژل شوه.

نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه هېڅ معلومه نه ده، چې دا مېرمن چا وژلې ده.))

بلخوا د غزني د ښځو چارو رييسه شکريه ولي پژواک اژانس ته وويل، چې ياده مېرمن په هوايي ډزو کې وژل شوې ده.

نوموړې زياته کړه: ((دا معلومه نه ده، چې ډزې چا کړې دي، خو د کورني تاوتريخوالي له امله دغه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.))

ولي وايي، چې په دې اړه نور معلومات نه لري او په اړه يې پلټنې روانې دي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د امنيتي چارواکو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

د يادونې ده، چې په وروستيو کې په غزني ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى او د روان لمريز کال په اوږدو کې له لسو زياتې مېرمنې وژل شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.