ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو پوليسوپه ګډون اته تنه پر بند محکوم شول

د دوو پوليسوپه ګډون اته تنه پر بند محکوم شول

author avatar
11 Feb 2013 - 13:22
د دوو پوليسوپه ګډون اته تنه پر بند محکوم شول
author avatar
11 Feb 2013 - 13:22

 کابل (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۱): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې له خوا د دوو پوليسو په ګډون اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور تر ۲۰ کاله پورې پر تنفيذی بند محکوم شول.

د ياد مرکز مطبوعاتي مسوول احمد خالد موحد نن (د سلواغه ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد کسان د نيمروز، بغلان، بدخشان ، تخار او هرات ولايتونو اوسېدونکي دي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې پوليسو له دغو کسانو تر ۵۱ کيلوګرامه زيات هيرويين، ۳۰ کيلو ترياک او ۸۶ کيلو چرس کشف کړي او نيولي دي.

موحد زياته کړه، چې د استيناف محکمې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قضايي پلاوي دغه کسان له اوه نيم نه تر شلو کلونوپورې پر تنفيذي بند محکوم کړي دي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې په محکومينو کې يو پلار او د هغه دوه زامن، چې د بغلان په امنيه قوماندانۍ کې يې د پوليسو په توګه دنده اجرا کوله، هم شامل دي.

د موحد د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د دغه مرکز د استيناف محکمې له خوا له ۵۳۰ نه زيات کسان تر ۲۰ کلونو زيات پر تنفيذي بند محکوم شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له دې ډلې ۳۴ د عامه خدمتونو موظفين او يوولس بهرني اتباع، چې د ايران، تاجکستان او پاکستان اوسېدونکي وو، شامل دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.