ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پوهنتون لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

author avatar
11 Feb 2013 - 18:30
author avatar
11 Feb 2013 - 18:30

اسعد اباد ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د سلواغې په ٢٣مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه پوهنتون درې کاله مخکې فعاليت پيل کړى و، خو تراوسيه پورې يې يوې پوهنځۍ هم خپله ودانۍ نه درلوده.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د نوې جوړې شوې ودانۍ د پرانېستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پروژې ٥٥٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى  دى.

هغه زياته کړه ، چې دا ودانۍ په دوو پوړو کې جوړ شوې، چې د ګڼ شمېر خونو ترڅنګ نور اړين ملحقات هم لري او لګښت يې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى.

د وحيدي په وينا،  د کونړ پوهنتون د ودانۍ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو له دې وروسته يې دا ستونزه هواره شوه.

هغه زياته کړه ، چې د لوړو زده کړو وزارت ورسره ژمنه کړې، چې ددې پوهنتون لپاره به نورې ودانۍ هم جوړې کړي.

د سيد جمال الدين پوهنتون رييس استاد مير احمد حامد د لوړو زده کړو وزارت له راغلي پلاوي څخه د دې پوهنتون لپاره د يو شمېر نورو  پروژو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل ، چې ددې پوهنتون يو شمېر پوهنځي اوس هم ودانۍ نه لري او د کتابتون، او لابراتوار لپاره يې د ودانيو د جوړېدو غوښتنې  وکړې.

دلوړو زده کړو وزارت  مرستيال ګل حسن ولي زي د قومي مشرانو او د پوهنتون د رييس د غوښتنو په ځواب کې ژمنه ورکړه، چې له وزير سره به يې غوښتنې شريکې کړي.

ديادونې ده،چې په سيدجمال الدين افغان پوهنتون کې دکرنې او مالدارۍ ،شرعياتو، د ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځي فعال دي، چې اوسمهال په کې شاوخوا  ۱۲۰۰ محصلين په زده کړو بوخت دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.