کابل ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : په اروپايي هېواد يونان کې يو تن افغان کډوال ديوه تن لخوا وژل شوى دى.
يوناني رسنيو دسلواغې په ٢٣مه، خبر ورکړى ، چې دغه افغان نن د سلواغې په ٢٣مه، د يونان پلازمېنې اتينز ښار د اومونيا په څلور لاري کې ديوه ٤٧ کلن جورجيايي لخوا وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې ، چې پوليسو قاتل نيولى او ترې يې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د اتينز ښار پوليسو ويلي ، چې قاتل او مقتول دواړه په غير قانوني توګه دغه هېواد ته راغلي کډوال دي او په څه خبره يې ترمنځ شخړه پيدا شوې وه.
ديادونې ده، چې هر کال زرګونه افغانان په غير قانوني توګه د يونان له لارې اروپايي هېوادونو ته سفر کوي او په دغه هېواد کې ګڼ شمېر دغه ډول کډوال مېشت دي.
څو مياشتې مخکې په يونان کې د غير قانوني کډوالو ديوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا ٢٢ افغانان مړه شوي وو.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن