ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسلام اباد کې د ايکو سازمان د پارلماني اسمبلۍ غونډه جوړه شوه

په اسلام اباد کې د ايکو سازمان د پارلماني اسمبلۍ غونډه جوړه شوه

author avatar
12 Feb 2013 - 11:41
په اسلام اباد کې د ايکو سازمان د پارلماني اسمبلۍ غونډه جوړه شوه
author avatar
12 Feb 2013 - 11:41

 اسلام اباد (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): په اسلام اباد کې د اقتصادي همکاريو سازمان (اېکو) د پارلماني اسمبلۍ لومړۍ غونډه ترسره شوه.

 دا غونډه پرون ناوخته په اسلام اباد کې د اېکو د اوو غړو هېوادونو د پارلماني استازو په ګډون د قومي اسمبلې د وياندې فهميده مرزا تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه.

غونډې ته له افغانستان څخه د ورغلي پلاوي يوه غړي او د ولسي جرګې وکيل انجنير صاحب خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ده په ګډون په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړي سيد اسحاق ګيلاني، اسدالله سعادتي، نعمت الله غفاري او عبداالطيف پدرام ګډون درلود.

د هغه په وينا، په غونډه کې د ازبکستان، تاجکستان، ايران، ترکيې، ازربايجان، افغانستان او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو پارلماني غړو ګډون درلود.

نوموړي زياته کړه، چې غونډه په ښه ماحول کې ترسره او وايي، چې دغه ډول غونډې کولاى شي په سيمه کې د نږدې هېوادونو ترمنځ همکاريو ته لار هواره کړي.

د سعادتي په خبره، په لومړي ځل داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره هلوځلو لورى پيدا کړى او تمه ده، چې د ګاونډيو په مرسته به حالات ښه شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.