ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي رسنۍ تر فشار لاندې دي

د دايکنډي رسنۍ تر فشار لاندې دي

author avatar
14 Feb 2013 - 12:34
د دايکنډي رسنۍ تر فشار لاندې دي
author avatar
14 Feb 2013 - 12:34

باميان (پژواک ۲۶ سلواغه ۹۱): په دايکنډي کې د رسنيو ځينو مسوولين ادعا کوي، چې د والي او د دغه ولايت د نورو چارواکو فشارونه او ګواښونه به په دغه ولايت کې د رسنيو د تړلو لامل شي، خو والي وايي، چې پر رسنيو هېڅ فشار نه دى راوړل شوى.

په دايکنډي کې دوه راډيوګانې او پنځه چاپي رسنۍ، چې اونيزې، مياشتنۍ او مهالنۍ دي، خپرونې لري.

په دغه ولايت کې ملي راډيو تلويزيون، چې د مرکزي تلويزيون خبرونه او راپورونه خپروي ،هم فعال دى.

خو د دې دوو راډيوګانو مسوولين د سيمه ييزو چارواکو د مکتوبونو او غږيزو فايلونو په ښودلو سره وايي، چې والي، امنيه قوماندان او د اطلاعاتو او کولتور رياست يې په غير قانوني ډول تر فشار لاندې نيسي، څو خپرونې يې سانسور کړي.

د نسيم راډيو مسوول مدير محمدرضا واحدي پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې د دايکنډي والي قربان علي اروزګاني له دې راډيو سره له هر ډول مرکې نه ډډه کوي او د ولايت نورو کارکوونکو ته هم اجازه نه ورکوي، چې له دې راډيو سره مرکه وکړي.

د هغه په وينا، والي هم په غونډو کې له رسنيو سره د مرکې او شتون مخنيوی کوي.

واحدي زياته کړه، چې له اطلاعات او کولتور رياست نه هم په دې اړه مکتوب ورغلی او د هغو سرچينو د نوم اخيستلو غوښتنه يې کړې، چې دوی يې په يوه راپور کې يادونه کړې وه.

د نسيم راډيو مسوول وايي، چې دوی په دغه  امنيتي راپور کې له يوې امنيتي سرچينې د هغه د نوم نه اخيستو په شرط نظر اخيستی و، خو اطلاعات او کولتور رياست غوښتنه کوله، چې نوم يې بايد واخيستل شي.

خو واحدي په ډاګه کړه، چې د محکمې له حکم پرته هېڅوک هم حق نه لري، چې د رسنيو د سرچينو هويت افشا کړي، خو د اطلاعات او کولتور د رياست دغه اقدام په يو ډول په دايکنډي کې د رسنيو سانسور دی.

نوموړي ګواښ وکړ: ((که له رسنيو سره دا ډول وضعيت او ګواښونه په همدې بڼه دوام وکړي، نو سيمه ييزې رسنۍ به ونه شي کولای، چې خپلو رسنيزو کارونو ته دوام ورکړي .))

خو د دايکنډي والي وايي: ((ما د دې راډيو له سپکاوي ډوله خپرونو څخه د خلکو د شکايتونو پر اساس دغه موضوع د راډيو له مسوولينو سره د يوې ګيلې په ډول مطرح کړه او په دوستانه ډول مې ترې وغوښتل، چې په خپلو خپرونو کې دې رسنيز رسالت په نظر کې ونيسي.))

اروزګاني زياته کړه، په دې اړه چې له مرکې نه مې ډډه کړې، هېڅ وخت داسې نه دي شوي، تر اوسه پورې له نسيم راډيو نه خبريالان نه دي راغلي، چې مرکه ورسره وکړي.

 د دايکنډي والي زياته کړه،  له بدمرغه چې د دې راډيو د کار کوونکو غير مسلکي توب او سياسي عمل د دې لامل شوی، څو عامه افکار د دې راډيو له غير مسلکي خپرونو شکايت وکړي او ده په دې موخه چې بايد هر څوک قانون مرعات کړي، د اطلاعاتو او کولتور رياست له لارې يې د دې راډيو د جواز غوښتنه کړې ده.

هغه وويل، چې دې راډيو شپاړس مياشتې پرته له جواز نه فعاليت کړی او د ولايت مقام د رسنيو د غښتلتيا او ډېرېدو په خاطر د هغې د خپرونو مخنيوی نه دی کړی.

اروزګاني وويل، ښه به وي، چې په دې اړه يو پلاوی دايکنډي ته ورشي او دغه قضيه له نږدې وګوري.

هغه زياته کړه: ((موږ له ټولو رسنيو، مدني ټولنو  او نورو هغو بنسټوڼو، چې د ښځو په چارو او حقوقي برخو کې کار کوي، ملاتړ کوو، د کار او فعاليت زمينه ورته مساعدوو.))

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس غلام حسين پروېز هم وايي، چې دغه رياست له هېڅ کومې رسنۍ سره ستونزه نه لري او حتا له اطلاعات او کولتور وزارت نه يې د نسيم راډيو په جواز اخيستلو کې زياته همکاري هم کړې ده .

بلخوا بيا د دايکنډي د ولايتي شورا منشي هادي رحيمي زاده وايي، چې د چارواکو او سيمه ييزو راډيو ګانو د مسوولينو ادعاوې د هغوى خپل کار دی، خو دی د خلکو د يوه استازي په توګه د رسنيو د ډېروالي او د خبر رسونې په برخه کې د  لا ښو سياليو ملاتړ کوي.

هغه څرګنده کړه ، احتمالاً که رسنۍ په دايکنډي کې سانسور شي، نو د قانون او خلکو له نظره د منلو وړ نه ده.

د ويلو ده، چې نسيم راډيو له تېرو درېيو او نيلي راډيو له تېرو اتو کلونو راهيسې  خپرونې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د راډيو نړيواله ورځ وه او د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د يوه پيغام په ترڅ کې وويل: ((راډيو ۱۰۰ کاله مخکې د خپلې اختراع له نېټې څخه راپه دېخوا، ذهنيت ځلانده کړی، د بدلون لپاره يې دروازې خلاصې کړې او د حياتي معلوماتو د چينل په ډول يې خدمت ترسره کړی دی.))

هغه زياته کړه، چې راډيو خوښي ورکوي، روزنه ورکوي او معلومات وړاندې کوي. دغه وسيله ډيموکراتيک بيان ته وده ورکوي او په نظرياتو باندې اغېز کوي.

بانکي مون وويل: ((موږ د راډيو پر غني تاريخ باندې، په بېلابېلو ژبو خپرونو او همدارنګه پر هغو نوو لارو چې موږ راډيو د نړۍ د خبرولو او خدمت ترسره کولو لپاره کاروو، وياړو. اجازه راکړئ چې د راډيو د دې نړيوالې ورځې په مناسبت د راډيو پياوړتيا ونمانځو، يو ځای کار وکړو او نړۍ، د سولې، پرمختيا او بشري حقونو د ټولو لپاره، پر فريکونسي باندې عياره کړو. ))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.