ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وريجو، بورې، سرو زرو او لرګيو بيې راټيټې شوي

د وريجو، بورې، سرو زرو او لرګيو بيې راټيټې شوي

author avatar
14 Feb 2013 - 16:53
د وريجو، بورې، سرو زرو او لرګيو بيې راټيټې شوي
author avatar
14 Feb 2013 - 16:53

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د وريجو، بورې، سرو زرو او د ارچې لرګيو بيې راټيتې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېر پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٧٠٠ افغانۍ څخه ١٦٢٠ افغانيو ته را ښکته شوې ده.

سرچينې څرګنده کړه، چې په کابل کې د بورې بيو د راټيټېدو يواځېنى علت په نړيوالو بازارونو کې د بورې ارزان والى دى.

همدارنګه هغه وايي، د لومړۍ درجې پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجو بيه هم له٣٣٦٠ افغانۍ څخه ٣٣٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو هغه وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يوه بورۍ ٤٩ کيلويي پاکستاني اوړه په عمده ډول په١١١٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دي.

په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د کارتې سه سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، چې نن پنځوس کيلويي پاکستانۍ بوره په١٩٦٠ افغانۍ، يوه بورۍ ٤٩ کيلويي پاکستاني اوړه په ١١٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٩٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

خو د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، چې يو خروار ارچه لرګي له ٦٨٠٠ افغانۍ څخه ٦٦٠٠ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

هغه وويل، چې د تېرې پنجشنبې په شان د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٤٠٠ افغانۍ ده.

 د کابل ښار د زمان خان کلا يو ګاز پلورونکى محمد شريف وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز پر پنځوس افغانۍ، چې د نفتي موادو رياست له خوا ټاکل شوې، پلوري.

د دشت برچي بازار د ولي عصر ټانک مسوول شېر حسن وايي، نن د تېري پنجشنبې په پرتله يو لېتر پټرول تېل په ٥٥ او ډيزل په ٥٨ افغانيو پلوري.

خو د سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار مريم لېسې بازار د سروزرو يوه پلورونکى عبدالبصير وويل، نن د تېرې پنجشنبې پر پرتله د يوه ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٤٠٠ افغانۍ څخه ٢٣٥٠ افغانيو ته او يو ګرام ايراني سره زر له ٢٠٠٠ افغانۍ څخه ١٩٠٠ افغانيو ته رالوېدلي دي.

سر چينې څرګنده کړه، په نړيوالو بازارونو کې د سروزرو بيو رالوېدل، د کابل بازارونه هم اغېزمن کړي دي.

د کابل ښار شهزاده سراى يو صراف احمد شاه وايي، چې نن ياد مرکز د عمومي رخصتۍ (٢٦ سلواغه) پر سبب، چې په دې مياشت کې سور پوځ له افغانستانه په ډېر شرم وتلى و، بند دى، خو تېره ورځ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٤٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارود د اخيستو بيه ٥٢٥ افغانۍ وه.

تېره پنجشبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٨٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو د اخيستو بيه ٥٢٤ افغانۍ وه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.