کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): په کابل کې تر دوو سوو ډېرو ښځو او نارينه وو د يوه لاريون په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى وغانده او د مخنيوي غوښتنه يې کوله.
لاريون کوونکو همداراز له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې دې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون پلى کړي.
دغه لاريون د افغاني ښځو شبکې له خوا رابلل شوى و، چې د ښځو د حقونو ځينو فعالينو او ځوانانو په کې ګډون درلود.
يادو کسانو په کابل کې د دارلامان ماڼۍ له مخې، نږدې د ملي شورا تر ودانۍ لاريون وکړ او په خپلو شعارونو کې يې غوښتنه کوله، چې ښځو ته دې د تعليم، ازادۍ او انتخاب حق ورکړل شي.
د لاريون کوونکو په اعلاميه کې له کورنيو غوښتل شوي، چې له ښځو سره د انسان په توګه د هغوى اسلامي حقونو ته په کتو سلوک وکړي.
دوى له کورنيو غوښتل، چې د خپلو لوڼو د ودولو په بدل کې دې بايد پيسې وانه خلي.
لاريون کوونکو غوښتنه کوله، چې د ښځو وهل ډبول، د هغوى خرڅول، په بدو کې ورکول، د کار او تعليم له حق څخه بې برخې کول او پر هغوى هر ډول تېرى بند شي.
د افغاني ښځو شبکې غړې منيژه وفاق، چې په ننني لاريون کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، چې نن په ټوله نړۍ کې د يوه قيام په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى غندل کېږي او دوى هم وغوښتل چې له هغوى سره په افغانستان کې همغږي وښيي.
وفاق وويل، چې په تېر ميلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ٢٠ سلنه تاوتريخوالى ډېر شوى او د بشري حقونو له کمېسيون سره ٣١٤٧ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.
وفاق زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى همدرا راز نن په هرات، ننګرهار، بلخ، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د لاريون په ترڅ کې غندل کېږي.
د ننني لاريون يوې ګډونوالې پلوشې حسن وويل، چې په هېواد کې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره بايد ناسم دودونه چې د اسلامي اساساتو خلاف دي، ورک شي.
هغې دغه راز وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قانون پلي کېدا هم کولى شي تر ډېره د تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.
د ياد لاريون يوه نارينه ګډونوال، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي غندنه يې کوله، وويل، چې اسلامي اساساتو ته پاملرنه او د هغو عملي پلي کول کولى شي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.
د ده په باور، له اسلامي پلوه د ښځو له حقونو بې خبري هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوې ده.
دى وايي، اړينه ده چې خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن