ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که د ټاکنو قانون کې بدلون رانه شي، درغلۍ به پراخې شي”

“که د ټاکنو قانون کې بدلون رانه شي، درغلۍ به پراخې شي”

author avatar
16 Feb 2013 - 15:10
“که د ټاکنو قانون کې بدلون رانه شي، درغلۍ به پراخې شي”
author avatar
16 Feb 2013 - 15:10

جلال اباد ښار (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): د فيفا ادارې مسوولين وايي، چې که دولت د ټاکنو په قوانينو کې او په امنيتي برخه کې له ښه مديريته ګټه پورته نه کړي، د ټاکنو بهير به له درغليو او ستونزو خالي نه وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ملاتړ ادارې مشر جانداد سپين غر دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٢٨مه) د ټاکنو په اړه د هغه ورکشاپ په ترڅ کې پژواک اژانس ته وکړې، چې په کې د ننګرهار د ولايتي ادارو د يو شمېر استازو په ګډون د مدني ټولنو فعالينو او د ولايتي شورا غړو ګډون کړى و.

د هغه په وينا، د رڼو ټاکنو د ترسره کېدا لپاره بايد د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو په ميکانيزم کې بدلون راولي.

نوموړي زياته کړه: ((يو شمېر مادې دي، چې هغه ډېرې ګونګې دي او په کار ده، چې وضاحت په کې پيدا شي.))

د سپين غر په خبره، امنيتي ارګانونه بايد ټول هېوادوال پر امنيت ډاډمن کړي، تر څو د ټاکنو پر وړاندې د امنيت ستونزه له منځه ولاړه شي.

دى وايي: ((په تخنيکي برخه کې بايد بدلون راوړل شي؛ ځکه موږ ته تېرو تجربو ښودلې ده، چې مشکل شته.))

د مدني ټولنې فعال سيد خالد سادات وايي، چې يو شمېر چارواکي سر له اوسه له دولتي موقف نه ګټه اخلي او د ځان لپاره په غير مستقيم ډول کمپاين کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د ټاکنو کمېسيون په دې برخه کې چوپه خوله ناست دى او دا غير قانوني کار دى.))

د ده په خبره، د ټاکنو کمېسيون بايد دا ځل له تېرو تجربو په استفادې سره دا ځل د درغليو مخه ونيسي.

د ده په وينا، امنيتي ارګانونه بايد خلک په امنيتي لحاظ په پوره ډول ډاډه کړي، تر څو ټول وپوهيږي چې ټاکنې رڼې ترسره کيږي.

سادات وايي: ((د بډو او رشوت مخه بايد په دقيق ډول ونيول شي، ځکه که ونه نيول شي نو بيا به د پخوا په شان مشکلات را ولاړ شي.))

د يادونې ده، چې په ننګرهار کې د فيفا له لوري د ټاکنو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه دغه يو ورځينى سيمينار په جلال اباد کې ترسره شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.