کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩١): وسلوالو طالبانو د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت پايه الوځولې ده.
د چک ولسوالۍ د کاکاخېل کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، وسلوالو طالبانو نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د دوى په سيمه کې د روشن مخابراتي شرکت پايه والوځوله.
ده زياته کړه، چې د دې پايې د الوځولو له امله به هغه خلک له ستونزو سره مخ شي، چې د روشن موبايلونه کاروي.
د هغه په وينا، په ياده سيمه کې د ايم ټي اېن د مخابراتي شرکت پايه هم شته، خو هغه نه ده الوځول شوې.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې دا د وسلوالو طالبانو کار دى.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم، د چک په بېلابېلو سيمو کې د مخابراتي شرکتونو پايې الوځول شوې او فعاليت يې بند شوى دى، خو په دې وروستيو کې وسلوالو د فعاليت اجازه ورکړې ده.
په چک کې د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ هم فعاليت لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن