ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د راتلونکو ١٠ کلونو لپاره مو د بهرني سياست تګلاره جوړه کړې”

“د راتلونکو ١٠ کلونو لپاره مو د بهرني سياست تګلاره جوړه کړې”

author avatar
19 Feb 2013 - 15:52
“د راتلونکو ١٠ کلونو لپاره مو د بهرني سياست تګلاره جوړه کړې”
author avatar
19 Feb 2013 - 15:52

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د بهرنيو چارو وزير وايي، چې دوى د راتلونکو لسو کلونو لپاره د بهرني سياست تګلاره جوړه کړې او د توشېح لپاره يې ولسمشر ته لېږلې ده.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول دغه څرګندونې د کب په لومړۍ نېټه، په مزارشريف ښار کې د بلخ له والي عطا محمد نور سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر زلمى رسول نن سهار مزار شريف ته راغلى و، له والي عطا محمد نور او نورو ځايي چارواکو سره يې وليدل.

نور او ډاکټر زلمي رسول تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې وينا وکړه.

 د بهرنيو چارو وزير وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کېداى شي.

خو هغه زياته کړه، چې دوى له اوس څخه د يادو ستونزو د مخنيوي او هواري لپاره پر يو لړ اقداماتو لاس پورې کړى دى.

نوموړي د امنيتي ستونزو په اړه وويل، چې که نړيوال ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا افغان ځواکونو ته بې پيلوټه الوتکې، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره عصري پوځي وسايل او د ملي امنيت منسوبينو ته روزنه ورکړي، نو دا ستونزه هوارېداى شي.

د اقتصادي ستونزو په اړه ډاکټر زلمي رسول وويل، چې دوى په دې اړه هم يو لړ اقدامات په لاره اچولي او ځينو هېوادونو په افغانستان کې د اقتصاد په برخه د پانګې اچونې ژمنې کړې دي.

د بلخ والي په دې ګډه خبري غونډه کې د ټولټاکنو پر اوسني نظام او د سولې پر پروسې د نيوکو ترڅنګ مرکزي دولت ته يو لړ وړانديزونه ورکړل.

هغه زياته کړه، چې افغانستان بايد يوه معينه بهرنۍ تګلاره ولري او بهرني ځواکونه بايد تر وتلو مخکې خپل تجهيزات افغان ځواکونو ته وسپاري.

د نور په وينا، بهرنيان چې له افغانستان څخه وځي، نو د پوځي تجهيزاتو پر لېږد يې ډېر لګښت راځي او ګاونډيو هېوادونو ته حق العبور هم ورکوي، له دې به ښه دا وي چې دا وسايل افغانانو ته وسپاري.

د بلخ والي يو ځل بيا د سولې پر پروسې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دا پروسه ګونګه ده.

هغه د پاکستان له خوا د خوشې شوو طالبانو په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې د هغوى برخليک نه دى معلوم.

نور په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د زړو کارتونو پر کارونې د نيوکې ترڅنګ وويل، چې په دې سره درغلۍ ته لاره هوارېږي.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د بهرنۍ تګلارې په اړه د عطا محمد نور د غوښتنې په اړه وويل، چې دوى د راتلونکو کلونو لپاره بهرنۍ تګلاره جوړه کړې او ولسمشر کرزي ته يې د توشېح لپاره لېږلې ده.

هغه د ملي ځواکونو د تجهيز په اړه زياته کړه، چې نړيواله ټولنه مډرنې وسلې ورکوي، خو د لويو جنګونو لپاره نه دي.

د زلمي رسول په وينا، که چېرې افغانستان امريکا ته پوځي اډې ورکړي، نو په سختو حالاتو کې دوى له افغان ځواکونو سره بيا مرسته کولى شي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.