کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د ياد وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ياد سرتېري په کندهار، فراه او هرات ولايتونو کې د ماين چاودنو او د مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د اردو ياد شپږ سرتېري د کندهار په غورک، د فراه په بالابلوک ولسواليو او په هرات ولايت کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په يادو پېښو کې دوه نور سرتېري ټپي دي، چې د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
دغه راز د ملي دفاع وزارت ويلي، د ملي اردو د ځانګړې قطعې ځواکونو د کندهار د غورک ولسوالۍ په اړوند سيمه کې چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د چريک او حاجي ماما په نومونو دوه وسلوال مخالفين نيولي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن