ميمنه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۱): وسلوالو د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مخور او د هغه مېرمن وژلي دي.
د خواجه سبزپوش ولسوالۍ عبدالله معصومي وايي، چې دغه بريد نن غرمه د ګورزار په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو ياد سيمه ييز مخور اغا رحيم (مشاور) له موټره ښکته کړى او پيا پر ډزو وژلى دى.
معصومي افزود، په همدې ترڅ کې د هغه ۲۲ کلنه مېرمن هم پر ډزو لګېدلې او وژل شوې ده.
د خواجه سبزپوش ولسوال زياته کړه، چې بريد کوونکي دوه موټرسايکل سپاره د پوليسو تر څه تعقيب وروسته په تېښته بريالي شول.
د فاريات د ولايتي شورا رييس رحمت الله ترکستاني وويل، چې ۴۵ کلن اغا رحيم د دولت ملاتړى و.
نوموړي زياته کړه، هغه او مېرمنه يې خپل کور ته، چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مهد کلي کې دى، په لاره و چې وسلوالو په نښه کړل.
ترکستاني زياته کړه، دوه مياشتې وړاندې په خواجه سبزبوش ولسوالۍ کې د طالبانو ډلمشر قاري فېروز له خپلو نهو کسانو سره د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو، چې اغارحيم مشاور هم په دغو عملياتو کې همکار و او طالبانو هم له همدې امله وژلی دی.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، دوه مياشتې وړاندې د غلام محمد په نوم يو ملکی وګړی، چې د ګورزار سيمې په سبرپوش کلي کې يې په خپله هټۍ کې د ماسپښين لمونځ کاوه، د وسلوالو له خوا ووژل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن