کندهار ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): په کندهار کې د ملي اردو مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ٦٥ بورۍ چاودېدونکي توکي او يو شمېر وسلې نيولې دي.
دغه عمليات نن (د کب لومړۍ نېټه) د ميوند ولسوالۍ په نوکک سيمه کې شوي، چې پر مهال يې يو تن شکمن هم نيول شوى دى.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې سرتېرو يې د دغو چاودېدونکو توکو په اړه له مخکې معلومات ترلاسه کړي وو.
سرچينه زياتوي، چې وسلوالو مخالفينو او د نشه يي توکو قاچاق کوونکو په ميوند کې يوه ګډه زېرمه جوړه کړې وه، چې د افغان سرتېرو په عمليات کې يې ټول توکي ونيول شول.
د خبرپاڼې په حواله، له دې زېرمې ٣٢٥٠ کېلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په پوپلزو سيمه کې هم ٢٩ کړۍ ماينونه او په پنجوايي ولسوالۍ کې درې د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، ٥٠ پټاکۍاو ١١ کړۍ خښ شوي ماينونه هم کشف او شنډ شوي.
بلخوا د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ د ارزوګان په دهراود ولسوالۍ کې د پيکا ٣٤٠٠ مرمۍ او د ١٠ کړۍ ماينونه کشف او نيولي دي.
ويل کېږي، چې په دغو عمليات کې د سيمې خلکو د خښ شوو ماينونو په کشف کې د ملي اردو له سرتېرو سره مرسته کړې، خو پر مهال يې کومه نښته نه ده رامنځته شوې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په سوېل کې يې د نورو پېښو پر مهال ګڼو افغان او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن