کابل (پژواک ٢ کب ٩١): د اندونيزيا يوې محکمې يو افغان قاچاقچي پر شپږ کاله بند محکوم کړ.
اندونيزيايي رسنيو د کب په ٢مه خبر ورکړى، چې دغه افغان داوود اميري نومېږي او د اندونيزيا د کډوالۍ له قانون څخه يې سرغړونه کړې وه.
د اندونيزيا پلازمېنې جکارتا د ختيـځې سيمې يوې محکمې ويلي، چې داوود اميري يې له ځايي او نړيوالو قوانينو د سرغړونې او د انساني قاچاق په تور پر شپږو کاله بند محکوم کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې ياد افغان د اندونيزيا له لارې افغانان او د نورو هېوادونو اوسېدونکي اسټراليا ته د پناه لپاره قاچاق کول.
دغه راز يادې محکمې داوود اميري ٧٩ زره امريکايي ډالر نغدي جريمه کړى هم دى.
محکمې ويلي، چې داوود د انساني قاچاق په هغې پېښه کې هم لاس درلود، چې کښتۍ يې تېر کال ډوبه شوه او ٩٠ ته په کې غرق شول.
د يادونې ده، هر کال د سلګونو افغانانو په ګډون زرګونه کسان د اندونيزيا د بحر له لارې اسټراليا ته پناه وړي، چې ډېرى مهال يې کښتۍ غرقيـږي او ګڼ شمېر کسان په کې له منځه ځي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن