ميمنه(پژواک،٤کب٩١): چارواکی وايي ، چې د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې يو پوليس او يو وسلوال مخالف وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.
د فارياب امنيه قوماندان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې د قيصار ولسوالۍ د چيچکتو په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ په نښته کې رامنځته شوه .
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې په نښته کې يو شپونکى هم وژل شوى دى .
دى و ايي، چې دغه نښته د وسلوالو مخالفينو د کمين له امله رامنځته شوه .
ديادولو ده، چې پنځه ورځې مخکې په ولسي جرګه کې د فارياب دخلکو استازى فتح الله قيصاري د فارياب په الماس ولسوالۍ کې له يوه وسلوال بريده روغ وتلى وو.
قيصاري وايي ، چې نننى کمين هم ده ته نيول شوى و ، خو ورسره مخ نه شو .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن