مزارشريف (پژواک ٥ کب ٩١): د بلخ ولايت د استيناف محکمې يو تن پر ۵ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د جرم له امله پر اعدام محکوم کړ.
په دې علني محکمه کې، چې د کب په ۵ مه ترسره شوه، د دوسيې دواړو لورو، د استيناف محکمې مسوولينو، د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو او رسنيو برخه اخيستې وه.
د استيناف محکمې رييس قاضي فضل الدين د محکمې په پيل کې وويل، چې درې مياشتې وړاندې د کلدار ولسوالۍ په اق مسجد کلي کې پر ۵ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په اړه علني محکمه ترسره کېږي.
درې مياشتې وړاندې د کلدار ولسوالۍ د اق مسجد کلي دوه تنه، چې وروڼه کېدل، پر يوې پنځه کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور د پوليسو له خوا ونيول شول.
د روان کال د مرغومي په ۱۷مه د مزارشريف ښار لومړنۍ محکمې د يادې پېښې په جرم پر جمعه نظر د اعدام حکم وکړ او جمعه مراد يې خوشى او د مهر مثل د ورکړې حکم يې کړی و.
د استيناف محکمې رييس رسنيو ته وويل، چې دوی د لومړنۍ محکمې فيصله تاييدوي.
د هغه په وينا، دغه پرېکړه وروستۍ نه ده او دواړه لوري کولی شي، چې د بلې محکمې غوښتنه وکړي.
خو جمعه نظر د محکمې په پای کې رسنيو ته وويل، چې دغه ناوړه کار يې نه دی کړی.
نوموړي زياته کړه: ((مسلمان داسې کار نه کوي، زه نه پوهېږم چې چا دغه کار کړی خو ما نه دی کړی، زه پر قران لاس ږدم او وايم، چې دغه کار ما نه دی کړی.))
خو د نجلۍ پلار، چې له خپلې مېرمنې او لور سره يې په علني محکمه کې برخه اخيستې وه، رسنيو ته وويل، چې د استيناف محکمې له فيصلې څخه خوښ دى.
Visits: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن