هرات ښار (پژواک ٥ کب ٩١): چارواکي وايي، چې په هرات او اروزګان ولايتونو کې د ماين چاودنو يو ملکي وګړى او يو پوليس وژلي او درې پوليس ټپيان دي.
په لوېديځو ولايتونو کې د ۶۰۶ انصار زون د پوليسو قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالروف احمدي د کب په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ملکي خلکو پر کرولا موټر د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله رامنځ ته شوه.
نوموړي د دغه کار پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله په اروزګان ولايت کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال محمداسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې پوليس د چارچينو ولسوالۍ د دوان په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې چاودنه پرې وشوه.
هغه زياته کړه، چې په ياده چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، د ايساف په مرسته ياد ټپي پوليس د اروزګان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
د اروزګان د مرکزي روغتون يوه ډاکتر عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له چارچينو ولسوالۍ څخه ورته درې ټپي پوليس ور وړل شوي دي.
ده زياته کړه، چې د پوليسو روغتيايي حالت ښه دى.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دى ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن