ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان ووژل شو

author avatar
23 Feb 2013 - 13:13
author avatar
23 Feb 2013 - 13:13

جلال اباد (پژواک ٥ کب ٩١): په لغمان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان تېره شپه د دولت د مخالفو وسلوالو په يوه راکټي بريد کې وژل شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ د سرخکانو اړوند د نارنج باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د پوليسو د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال موسی خان په داسې حال کې چې خپلې قرارګاه ته په لاره و، د وسلوالو له لوري تر راکټي بريد لاندې راغى، چې له امله يې هغه ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند وايي، چې تر دې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړه او تر سهاره پورې يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال شپږ تنه شکمن نيولي چې تر پلټنو لاندې دي.

د يادونې ده، چې موسى خان تېره اونۍ پر دې دندې ګومارل شوى و.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان  دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.