ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شرين تګاب د حقوقو مدير ووژل شو

د شرين تګاب د حقوقو مدير ووژل شو

author avatar
25 Feb 2013 - 16:18
د شرين تګاب د حقوقو مدير ووژل شو
author avatar
25 Feb 2013 - 16:18

ميمنه (پژواک ٧ کب ٩١): د فارياب د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير د ماين په چاودنه، يو موټر چلوونکى د ناپېژانده ولسوالو او همدارنګه يو ماشوم په ترافيکي پېښه کې وژل شوي دي.

د شرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وويل، چې د فارياب د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير صفرمحمد، چې کله نن سهار شاوخوا نهه بجې له کور څخه د وتو په حال کې و، د دروازې مخې ته يې چاودنه وشوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې صفرمحمد په يادې چاودنه کې لومړى ټپي او وروسته يې د شرين تګاب  روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

ګهريک زياته کړه، چې ياد ماين ته د ريموت کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې، خو تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

د سيمې يوه قومي مشر حاجي ذاکر بيګ پژواک ته وويل، ياده چاودنه دومره زوروره وه، چې د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير يې لس متره لرې اچولى و.

شپږ مياشتې وړاندې د شرين تګاب ولسوالۍ د محکمې رييس قاضي حسام الدين هم د وسلوالو مخالفينو له خوا ووژل شو.

بلخوا د شرين تګاب ولسوال د يوه موټر چلونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې  ياد چلوونکى درې اونۍ وړاندې د اندخوى- شرين تګاب په لاره د طالبانو له خوا وتښتول شو او د تېره شپه يې وژلى دى.

د هغه په وينا، طالبانو د ياد چلوونکي مړى د شرين تګاب په فيض اباد کلي کې غورځولى و، چې نن وموندل شو.

ده زياته کړه، چې دغه کس د شرين تګاب-اندخوى پر لين موټر چلاوه.

له بلې خوا د ميمنې په ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ شوى دى.

د مړه شوي هلک پلار نورالله ادعا کوي، چې زوى يې نن له غرمې مخکې د ميمنې ښار د منډيي له سړکه د تېرېدو په حال کې و، چې د پوليسو يوه رينجر موټر وواهه.

هغه وويل، چې زوى يې ژر روغتون ورساوه؛ خو هغه مړ شوى و.

د ميمنې ښار د افغان–ترک روغتون يوه ډاکټر هم وويل، چې کله يې هلک روغتون ته ور وړ مړ شوى و.

د يادونې ده، چې  درې شپې وړاندې د يوه کرولا  او رينجر موټر ترمنځ د ټکر له امله يوه ښځه وژل شوې وه او د دوو پوليسو په ګډون د کرولا چلوونکى او د يادې ښځي ځوان زوى ټپي شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.