ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو خلکو او چارواکو د ولسمشر د پرېکړې هرکلى وکړ

د ميدان وردګو خلکو او چارواکو د ولسمشر د پرېکړې هرکلى وکړ

author avatar
25 Feb 2013 - 16:58
د ميدان وردګو خلکو او چارواکو د ولسمشر د پرېکړې هرکلى وکړ
author avatar
25 Feb 2013 - 16:58

کابل (پژواک ٧ کب ٩١): د ميدان وردګو ولايت چارواکو او عامو اوسېدونکو د ولسمشر د هغې پرېکړې، چې تر دوو اونيو دې له دغه ولايته ځانګړي امريکايي ځواکونه ووځي، هرکلى وکړ.

د وردګو اوسېدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې د ځانګړو امريکايي ځواکونو او د هغوى د نا معلومو افغان همکارانو له ځورونو، ربړونو او وژنو شکايتونه کوي.

د چارواکو او خلکو د شکايتونو په پايله کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا پرون امريکايي ځواکونو ته امر وکړ، چې په دوو اونيو کې له وردګو څخه ووځي.

د سيداباد ولسوالۍ د شېخ اباد سيمې يوه مخور عبدالبصير د کب په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د تېرې ورځې پرېکړه د دغه ولايت د ولسونو مکرره غوښتنه وه.

ده وويل، چې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو ځورونو او خپلسرو عملياتو د دغه ولايت عامو وګړو ته رواني ناروغي پيدا کړې وه، نو له يادې پرېکړې سره اوس د ولسونو په منځ کې خوښي پيدا شوه.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت ولسونه بايد اوس له خپلو افغان ځواکونو سره د امن په ټينګښت کې مرسته وکړي، څو بهرنيو ځواکونو ته د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.

د چک ولسوالۍ اوسېدونکى او په تېره دوره کې د مشرانو جرګې غړي سمېع جان شېرزاد هم د ولسمشر د حکم هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه امر بايد پر خپل وخت پلى شي.

هغه وويل، چې له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل د دغه ولايت د خلکو غوښتنه ده؛ ځکه چې بهرني ځواکونه هلته امنيتي ستونزې جوړوي او خلک ځوروي.

شېرزاد زياته کړه، چې د ده په ګډون ځينو مشرانو څو ورځې مخکې له بهرنيو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد د پروسې مشر اشرف غني احمدزي ته د دغه ولايت د خلکو ستونزې وويلې.

نوموړي له اشرف غني احمدزي مننه وکړه، چې دغه ستونزې يې له نورو چارواکو سره شريکې کړي او په پايله کې يې ولسمشر له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو امر وکړ.

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو استازي عبدالاحمد دراني هم د ولسمشر د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دا د ولس او د وکيلانو پرله پسې غوښتنه وه.

د هغه په وينا، که چېرې ولسمشر دغه امر نه واى کړى، نو د ميدان وردګو خلکو به په نږدې راتلونکي کې د دغو ځورونو پر ضد پراخ لاريونونه کړي وو.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د ولسمشر دغه امر به ژر تر ژره پلى شي.

د قيوم په نوم د جلرېز ولسوالۍ يوه تېل پلورونکي پژواک اژانس ته وويل، کله چې تېره شپه دوى له رسنيو د ولسمشر دغه پرېکړه واورېده، نو دوى له ډېرې خوښۍ نورو خپلوانو ته د ټيلېفون په وسيله زيرى ورکړ.

ده زياته کړه: ((اېله مو تېره شپه د کورنۍ له ماشومانو سره په ارامه او ډاډه زړه خوب وکړ.))

د حاجي قدوس په نوم د ميدان ښار يوه قومي مشر پژواک ته وويل، چې د ځانګړو بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر کرزي پرېکړې د دغه ولايت خلکو ته خوښي وربښلې او د ولسونو د مهمې غوښتنې مطابق يې فيصله کړې ده.

دغه مخور وويل، چې د ولسمشر پرېکړه ډېره مهمه او په ښه وخت کې وشوه، کنه خلکو ته دوه لارې پاتې وې؛ چې يا کډې بارکړي او يا عمومي پاڅون وکړي، خو اوس به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره ولسونه د خپلو سيمو د امنيت ټينګښت ته جدي پام کوي.

د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى ښوونکى امين وايي، چې د ولسمشر د تېرې شپې پرېکړې د ده هغه اراده بدله کړه، چې غوښتل يې د بهرنيو ځواکونو د ځورونو له لاسه تقاعد واخلي.

نوموړي زياته کړه، مخکې ځکه ده تقاعد اخيستو ته اراده کړې وه، چې ښوونځي ته د تلو ، نو په لار کې به بهرنيو ځانګړو ځواکونو له يو شمېر نورو هغو عامو وګړيو سره مخکې کړى و ، چې په لارو ، کوڅو او کروندو کې به يې نيولي وو او بيا به يې وهل ټکول او د ګوتو نښې به يې اخيستلې .

د وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جان د ولسمشر د دغه امر د هرکلي ترڅنګ وويل، چې رسنيو او په ځانګړې توګه پژواک د خلکو دغه ستونزې تر چارواکو پورې په رسولو کې ډېره مرسته وکړه.

هغه زياته کړه، چې نن د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو تر ٣٠ پورې قومي مشران ولايتي شورا ته راغلي وو او د ولسمشر د تېرې شپې د فرمان او امر هرکلى يې وکړ.

جانان پژواک اژانس ته وويل، د ملکي خلکو ځورول. چې د هر چا له خوا وي، دوى يې غندي او د ولسمشر د تېرې شپې اقدام يې پر وخت او پر ځاى اقدام وباله.

د نوموړي په وينا، يو شمېر کورنيو چې د کډې کولو تکل يې کړى و، د ولسمشر د تېرې شپې تر اعلان وروسته يې خپله پرېکړه بدله کړې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د تېرې ورځې پرېکړې د ولايت خلکو ته خوښي ورپه برخه کړه.

هغه زياته کړه، چې په دې کار سره پر حکومت د خلکو باور نور هم زيات شو او دا د ولايت د مقام يوه لويه لاسته راوړنه ده، چې د خلکو ستونزو ته يې د هوارۍ لاره پيدا کړه.

د خوګياڼي په وينا، نور د ولايت مقام دا نه شوى زغملى، چې ولسونه يې وځورول شي، په دې اړه يې ټول معلومات ولسمشر ته وړاندې کړي وو او ولسمشر په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړه.

د والي وياند وايي، د ولايت مقام هر هغه پرېکړه، چې د ولسونو د خوښۍ وړ ګرځي، هرکلى کوي او زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره پياوړى ځواک لري او هغوى کولى شي د بهرنيانو ځاى ونيسي.

امريکا وايي، چې په ميدان وردګو کې د خلکو د ځورونې په اړه شوې ادعاوې جدي نيسي او په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.