ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عيسى خېل: لوبډله به د بريا په لور وهڅوم

عيسى خېل: لوبډله به د بريا په لور وهڅوم

author avatar
25 Feb 2013 - 12:16
عيسى خېل: لوبډله به د بريا په لور وهڅوم
author avatar
25 Feb 2013 - 12:16

کابل (پژواک ٧ کب ٩١): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوى کپتان وايي، هڅه به وکړي چې په خپله ټوله لوبډله ښه لوبه وکړي.

محمد نبي عيسى خېل تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د مشرانو له خوا د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه اعلان شو.

نوموړي د کب په ٧مه متحده عربي اماراتو ته تر روانېدو مخکې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د کرکټ ادارې د ده پر اوږو غټ مسووليت اچولى او دى به هڅه کوي، چې له دغه بار څخه په برياليتوب څخه ووځي.

هغه زياته کړه: ((زما هڅې به دا وي چې ټوله لوبډله له ځان سره ښه ولوبوم، په خپله هم ښه لوبه وکړم او نور لوبغاړي هم ښه ولوبيږي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د لوبډلې مشري به د ده پر شخصي لوبې کومه اغېزه ونه کړي؟ وويل، نه، هېڅکله يې نه کوي.

نبي وايي: ((زه او ټيم دواړه به ښه پرفارمنس کوو.))

د ملي لوبډلې نوي کپتان د پخواني کپتان ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د هغه په مشرۍ د افغانستان کرکټ ډېرې لاسته راوړنې درلودې او اوس به هم دى هڅه کوي چې د هغه له تجربو او مشورو څخه ګټه پورته کړي.

په پاکستان کې په ترسره شوو لوبو کې د يو لړ ماتو په اړه نبي عيسى خېل وويل، دغو لوبو يواځې تمريناتي بڼه لرله او دوى ډېر چانس ځوانو لوبغاړو ته ورکړى و.

خو هغه زياته کړه، چې دا لوبې او تمرينات له سکاټلينډ سره د ترسره کېدونکو سياليو لپاره ډېرې ګټورې وې او يو شمېر نوو ځوان لوبغاړو خپله ښه وړتيا وښودله.

نبي عيسى خېل وايي، چې دوى د سکاټليند سياليو لپاره يو منظم پلان جوړ کړى او په لوبډله کې پياوړو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى دى.

هغه په لوبډله کې د حميد حسن، شهزاد محمدي او ميرويس اشرف بيا ځلې راتګ ښه وباله او زياته يې کړه، چې له دې سره ملي لوبډله قوي شوې ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د انټرکانټنينټال کپ سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان نوروز منګل له خپل دغه دريځه د ګوښه کېدو په اړه وايي، چې دا د کرکټ بورډ د مشرانو پرېکړه ده او دى يې په ورين تندي مني.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ له خوا پخوا هم کپتان ټاکل شوى و، بيا لرې کړ او په دويم ځل بيا هم وټاکل شو او اوس يې بيا لرې کړى  دى.

نوموړي زياته کړه، دى د کرکټ لوبغاړى دى، که هغه د کپتان په توګه وي او يا هم د عادي لوبغاړي په توګه، د هېواد خدمت ته به ادامه ورکوي.

د منګل په وينا، دى حاضر دى چې د غوښتنې په صورت کې يو ځل بيا د ملي لوبډلې مشري وکړي.

هغه د محمدنبي ستاينه وکړه او ويې ويل، چې هغه پياوړى لوبغاړى دى او له څو کلونو راهيسې د ده د مرستيال په توګه هم پاتې شوى او کولى شي د لوبډلې ښه رهبري وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه نبي او ټوله لوبډله به په ګده خپلې لوبې پر مخ بوځو او موخه مو يواځې هېواد ته برياوې او لاسته راوړنې راوړل دي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.