ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرانو شورا : له ايران سره دې د افغانانو داعدام موضوع مطرح  شي

وزيرانو شورا : له ايران سره دې د افغانانو داعدام موضوع مطرح شي

author avatar
25 Feb 2013 - 19:18
وزيرانو شورا : له ايران سره دې د افغانانو داعدام موضوع مطرح  شي
author avatar
25 Feb 2013 - 19:18

کابل ( پژواک ٧ کب ٩١ ): د ولسمشر په مشرۍ د وزيرانو شورا په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له ايراني چارواکو سره په دغه هېواد کې د افغانانو د اعدامونو د لړۍ د مخنيوي او ددې ستونزې په هواري خبرې اترې وکړي.

وزيرانو شورا  دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي په ايران کې اعدام شوي او مړي يې څو ورځې مخکې دغه ولايت ته راوړل شوي دي.

دغه راز د خپاره شويو راپورونو له مخې، په ايران کې اوس هم سلګونه افغانان په اعدام او عمري قيد محکوم شوي دي.

د چارو د ادارې لخوا د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د وزيرانو شورا په نننۍ غونډه کې  په ايران کې د ا فغانانو د اعدام موضوع  وڅېړل شوه.

سرچينې زياته کړې، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا د بهرنيو چارو وزارت او د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاکار ته دنده وسپارل شوه، چې په ايران کې د شپـږو تنو افغانانو د اعدامولو او په دغه هېواد کې دنورو بندي او په اعدام د محکوم شويو افغانانو موضوع له ايراني چارواکيو سره مطرح او د هواري لپاره يې هڅې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د وزيرانو شورا په غونډه کې د بهرنيو هېوادونو د کېدونکو مرستو په اړه هم بحث وشو او د بهرنيو چارو وزارت او ماليې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو د مرستو موضوع له ډونر هېوادونو سره مطرح کړي.

سرچينې زياته کړې، چې د وزيرانوشورا په ټينګار سره وويل ، چې دغه مرستې بايد د هېواد ملي حاکميت په نظر کې نيولو او د نړيوالو کنفرانسونو له پرېکړو سره سم دافغانستان ددولت د بوديجې له لارې ولګول شي.

د وزيرانو شورا ټول  دولتي ارګانونه  موظف کړي، چې د بهرنيو مرستو  د جلب او جذب پر مهال د ماليې وزارت په جريان کې  کړي او نېغ په نېغه د مرستو  له ترلاسه کولو ډډه وکړي.

د وزيرانو شورا په غونډه کې د کابل پوهتون د ژبو او ادبياتو په څانګه کې په پښتو او دري ژبو کې ددوکتورا د برنامو دپيلولو هرکلى وشو او اړونده وزارت ته يې دنده وسپارله، چې په دې اړه نوي تحقيقي او اکاډميکې برنامې په لاره واچوي.

په همدې موخه د وزيرانو شورا  اړوندو وزارتونو او  ارګانونو ت دنده وسپارله، چې د هېواد ملي او اصلي لهجې په نظر کې ونيسي او د سمعي او بصري رسنيو په خپرونو کې د پرديو د لهجو له کارولو دې ډډه وشي.

د وزيرانو شورا په دې غونډه کې د ولايتي بيارغونو ډلو د انحلال موضوع هم مطرح شوه او سيمه ييزو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه، چې د ٤٥ مې ګڼې فرمان په اساس د اړوندو وزارتونو په همکارۍ په دې موضوع کار وکړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.