ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه ځوان د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل

يوه ځوان د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل

author avatar
25 Feb 2013 - 14:53
يوه ځوان د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل
author avatar
25 Feb 2013 - 14:53

پلخمری (پژواک ۷ کب ۹۱): يوه ځوان د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي او د خپل پلار او مور په ګډون يې پنځه نور ټپيان کړي دي.

د فرهنګ ولسوال محب الله محقق وويل، چې دغه ځوان رحمت الله نومېږي او تېره شپه اته بجې يې خپل تره، د تره زوی او يو ماشوم د چاقو په وسيله وژلي او د خپل پلار، مور او خور په ګډون يې پنځه نور ټپي کړي دي.

محقق پژواک خبري اژانس ته وويل، رحمت الله د تېښتې هڅه کوله، چې ونيول شو او پوښتنې ترې روانې دي.

خو د بغلان د ولايتي شورا غړی او د فرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی خليل انوري  وايي، چې دغو کسانو ته يې د چاقو او د چره ييز ټوپک په ډزو مرګ ژوبله اړولې ده.

 هغه زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د نهرين ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صادق مرادي وايي، چې لا هم د دې پېښې علت نه دى څرګند شوى، خو د لومړنيو څېړنو له مخې، چې دغه ځوان عصبي ستونزې لري.

فرنګ د بغلان د مرکز پلخمري په سل کيلومترۍ کې يوه لرې پرته ولسوالۍ ده.

د ورته ډېری پېښو لامل د غير قانوني وسلې شتون ګڼل کېږي.

که څه هم په روان کال کې دا په فرنګ ولسوالۍ کې لومړۍ خونړۍ پېښه ده، خو درې مياشتې وړاندې يوه پلار خپله لور له کور نه د تېښتې په تور د دې ولسوالۍ په ګاوڼد نهرين  ولسوالۍ کې پر ډزو ووژله.

پوليسو د دې نجلۍ د تښتولو په تور پنځه تنه ونيول، خو د نجلۍ پلار تښتېدلی دی.

همدارنګه څلور مياشتې وړاندې دوه وسلوال، چې يوه نجلۍ يې په نهرين ولسوالۍ کې برمته کړې وه، له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او ۱۱ تنه نور نيول شوي وو، خو نجلۍ د تښتوونکو له منګولو تر ژغورل کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل وشوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.