کابل (پژواک ۷ کب ۹۱): د چارو ادارې د هرات، کندهار او ننګرهار د نوو امنيه قوماندانانو د ټاکنې ترڅنګ په کورنيو چارو وزارت کې له نوو مقرريو خبر ورکړ.
ولسمشرحامد کرزي د کورنيو چارو وزارت پر وړانديز د چارو د ښه تنظيم او ښه والي په موخه د ۱۴ لوړ پوړو افسرانو د مقررېدو حکم منظور کړی دی.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د چارو ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا له خوا نن (د کب ۷مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې د دغه حکم پر بنسټ مل پاسوال رحمت الله ساپی د هرات، مل پاسوال عبدالرزاق اڅکزی د کندهار او پاسوال محمد شريف د ننګرهار د امنيه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هرات ښار خلکو او اصنافو په دغه ولايت کې د يوه ماشوم سوداګر د تښتونې او وژنې په غبرګون کې لاريون او اعتصاب وکړ، چې وروسته له هغه د هرات امنيه قوماندان بدل شو.
د چارو اداره وايي، چې مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي د کونړ د امنيه قوماندان، مل پاسوال خواجه فقيرمحمد د کاپيسا د امنيه قوماندان او مل پاسوال عبدالکريم عمريار د نورستان د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
مل پاسوال ميرويس نورزی د ۴۰۴ميوند زون د قوماندان په حيث، مل پاسوال عبدالحميد د ۶۰۶ انصار زون د مرستيال، مل پاسوال محمدزمان مموزی د مزارشريف د ۵ نمبر زون د قوماندان او مل پاسوال عبدالله ستانکزی د کورنيو چارو وزارت د تفتيش عمومي رياست، د مسلکي معيارونو د تفتيش د رييس په توګه ټاکل شوي دي.
د نوو ټاکنو له مخې، مل پاسوال عبدالجبار پردلي د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رياست د کشف او تعقيب د رييس، مل پاسوال محمدنبي مجروح له نشه يي توکو سره د مبارې معنيت له ولايتي نشه يي توکو سره د مبارزې رييس او سمونوال حبيب الله د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې معينيت د دولتي تاسيساتو د محافظت تصدۍ د رييس په توګه ټاکل شوي دي.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن