چاريکار (پژواک ٨ کب ٩١): د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، نن سهار څلور بجې د واورو ښويېدنې له وېرې د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې په سالنګونو کې شاوخوا يو متر واوره اورېدلې او اورښت اوس (سهار ٨ بجې هم دوام لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په جنوبي سالنګ کې درې ځايه واورې ښويېدلې او د نورو واورو ښوويېدنو وېره هم شته.
رجب وايي، چې د تېرې شپې په واورو ښويېدنو کې چا ته زيان نه دى رسېدلى او پر دې لاره تلونکي موټر په خوندي توګه له سيمې تېر شوي دي.
د ده په وينا، د نورو واورو ښويېدنو له وېرې نن سهار دغه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه او د اورښت په درېدو سره به له واورو پاکه او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.
هغه وويل، چې د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو او د بغلان ولايت د خنجانو ولسوالۍ په ملخانو سيمو کې سلګونه موټر د لارې د پرانيستل کېدو په تمه ولاړ دي.
په ژمي کې پر دې لاره چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښوويېدو له امله مړه او سلګونه نور ټپيان شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن