ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمالي وزيرستان کې يو خبريال ووژل شو

author avatar
27 Feb 2013 - 18:35
author avatar
27 Feb 2013 - 18:35

کابل (پژواک ۹ کب ۹۱): ناپېژانده وسلوالو په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې يو ځايي خبريال وژلى دى.

دغه خبريال ملک ممتاز نومېده او په يو وخت يې له دوو پاکستاني خصوصي تلويزيونو خيبر او جيو نيوز او يو شمېر نورو رسنيو سره کار کاوه.

په افغانستان کې د خيبر نيوز تلويزيوني چينل خبريال محمدرفيق د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملک ممتاز نن له غرمې وروسته ناپېژانده وسلوالو وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې ممتاز د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې خپل کور ته پر لاره و، چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا په چشمه پل سيمه کې پرې بريد وشو او وايي، چې وسلوال له بريد وروسته تښتېدلي دي.

په شمالي وزيرستان کې ځايي امنيتي مسوولينو هم د ملک ممتاز وژنه تاييد کړې او وايي، چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

څو کاله مخکې هم په شمالي وزيرستان کې د حيات الله په نوم يو مشهور خبريال وژل شوى و.

ديادونې ده، چې پاکستان د خبريالانو لپاره د نړۍ له يو خونړيو هېوادونو څخه اعلان شو او په امريکا کې د خبريالانو د ژغورنې د نړيوالې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه هېواد کې ۱۲ خبريالان وژل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.