لښکرګا (پژواک ١١ کب ٩١): د هلمند د مارجي ولسوال وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسلوال طالبان ووژل شول.
د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زي د کب په ١١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماښام مهال د دغې ولسوالۍ د ترخه ناور د امير بيلند په سيمه کې طالبانو د کوکنارو پر کمپاين بريد وکړ.
د هغه په وينا، پنځه ساعته جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين ووژل شول او مړي يې د جګړي په سيمه کې پاتې شول او پوليسو له ځان سره ولسوالۍ ته يووړل.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده جګړه کې پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دموسى زي په خبره، د ترخه ناور ټوله سيمه دولتي ځمکې دي، چې د زورواکو له خوا غصب
شوې دي او په ځينو سيموکې يې کوکنار هم کرل شوي، چې طالبانو يې کروندګرو ته له کمپاين
څخه د ساتنې ژمنه ورکړې ده.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو قاري يو سف احمدي وايي، چې په
موسى کلا ولسوالۍ کې يې څلور افغان سرتېري په يو بريد کې وژلي دي، خو چارواکي دا خبره
ردوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن