ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګرو د ښاروالۍ له خوا د اخاذيو لغو کېدل وغوښتل

author avatar
2 Mar 2013 - 14:26
author avatar
2 Mar 2013 - 14:26

کابل (پژواک ۱۲ کب ۹۱): د کابل ښار په ختيځه دروازه کې د سوداګريزو مالونو سلګونه موټر ښارواليو ته د تازه ناقانونه پيسو د ورکړې په غبرګون کې درول شوي او له حکومت څخه د دې پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې دغه موټر لومړني خوراکي، ودانيز توکي، مېوې او سبزي لېږدوي چې له تېردو دوو ورځو راهيسې يې کابل ته د دغو توکو له لېږد نه ډډه کړې او په څرخي پله کې تم شوي دي.

د اقتصاد عالي شورا د روان کال د لړم په درېيمه نېټه د ښارواليو د غير عادلانه ټکس او د مرکز او ولايتونو په دروازو کې د غير قانوني اخاذي ګانو اخيستنې په اړه د خصوصي سکتور د پرله پسې شکايتونو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه، چې د ښاروالۍ د خدمتونو محصول دې نه اخيستل کېږي او په ځای  دې له سوداګرو نه په ګمرکونو کې د وارداتي مالونو صفر عشاريه ۲۵سلنه محصول واخيستل شي.

خو د وزيرانو شورا د کب په ۷مه په خپله ناسته کې پرېکړه وکړه، چې د ښاروالۍ د خدمتونو محصول دې د مرکز او ولايتونو په دروازو کې په دې شرط چې سوداګريز مالونه په اړوند ښارونو کې خالي شي، له سره واخيستل شي.

د دې پرېکړې پر بنسټ، د کابل ښاروالۍ ګومارل شوې، چې د ښار په څلورو دروازو کې دې د د ښار والۍ د کار کوونکو پر مټ محصول راغونډ کړي او له خلکو او اشخاصو سره دې د هغو له قرارداد نه ډډه وکړي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي نن (د کب ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خصوصي سکتور خپل موټر د ښاروالۍ او سيمه ييزو ارګانونو له خوا د ګومارل شوو کسانو له خوا د جبري محصول له غوښتنې وروسته د اعتراض په توګه د څرخي پله په ساحه کې درولي دي.

هغه زياته کړه، چې د خوراکي لومړنيو او ساختماني توکو له درېيو زرو زيات موټر په څرخي پله کې ولاړ دي، چې دغه بيروبار د کابل– څرخي پله په سيمه کې د لېږدوونکو وسايطو او مسافرينو لپاره د زياتو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستيال وويل: “هغه وخت چې د حکومت له اړخه د ښاروالۍ د خدمتونو محصول بند شو، د خصوصي سکتور د پرله پسې غوښتونو سره سره د چارواکو له خوا يو لارښود او پروسيجر نه جوړېده، خو همدا چې د وزيرانو شورا دويم ځلي حکم وکړ، نو د ښاروالۍ کسان او ټوپکوال هم په بېړني ډول په دروازو کې را پيدا شول.”

دوې ورځې وړاندې د خصوصي سکتور، سوداګرۍ او صنايعو خونې استازو په کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې وويل، چې د حکومت پر تصميمونو بې باوره شوي، ځکه چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې اراده کمزورې ده.

دوی ګواښ وکړ، که د ناقانونه پيسو اخيستل له سره پيل شي، نو د دې چارې په دوام سره به د سوداګريزو مالونو او لومړنيو توکو لېږد ودروي.

د لومړنيو توکو د ټولنې رييس محمدشفېع په داسې حال کې چې د ګمرکونو له لارې يې د قانوني مالياتو په ورکړې د ټينګار ترڅنګ، د ښاروالۍ د خدمتونو او غيرقانوني پيسو اخيستلو په اجباري مصول يې کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل: ((موږ به خپل کارونه ودروو، خو نه پرېږدو، چې پيسې مو د فرصت غوښتونکو او مفسدينو جېب ته ولوېږي.))

دغه سوداګرادعا وکړه، چې د دغه ډول اخاذيو تر شا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو لاس دی.

خو له دې سره سره د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال يو ځل بيا له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ښاروالۍ د خدمتونو د محصول په اړه دې تجديد نظر وکړي او خصوصي سکتور يې د مالياتواو تعارفي په ورکړې مکلفت کړ.

سرچينې زياته کړه، چې يو يادښت يې د ولسمشرۍ رياست ته هم استولی او راتلونکې دوشنبې ته به د وزيرانو شورا په اونيزه ناسته کې يو ځل بيا تر بحث لاندې ونيول شي.

Visits: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.